په کمه بيه د موبايل اپليکيشن جوړول

ویال تیک د وېبپاڼو جوړولو، پراختیا، وېب ډیزاین، موبایل اپلیکیشن جوړولو شرکت دی، چې په ۲۰۱۶ لمریز کال د ویال ګروپ له خوا جوړ شوی دی.
موږ په ویال تیک کې د انټرنیټ په نړۍ کې ټولې هغه لارې چارې او خدمات وړاندې کوو، چې په اوسني عصر کې یې د نړۍ مشهور شرکتونه وړاندې کوي. تل مو کوښښ دا دی، چې ګرانو هېوادوالو او مشتریانو ته داسې خدمات وړاندې کړو، چې د بل هر ډول عصري وېبپاڼې نه کم او شاته نه وي. موږ په وېب او انټرنيټ ښه پوهيږو، د اوسني عصر ټولې غوښتنې راته مالومې دي او موږ دلته يو، تر څو تاسو سره ستاسې د غوښتنې هر ډول مرسته وکړو. موږ د ویب پراختیا، ډیزاین او ساتنې، ویب پاڼې نوي کولو، ویب پروګرامونو جوړولو، سوداګریز حل او د سوداګرۍ لپاره آنلاین بازار موندنې په برخو کې کار کوو.
د وخت په تېريدو سره زمو د شرکت غړي داسې یوې پایلې ته راغلي دي، چې د موبايل اپليکيشن په جوړولو کې معصر او پرمختللای کوډينګ او ټکنالوژي وکاروي، تر څو د ګران هېواد مشتريان دا احساس نه کړي، چې په افغانستان کې داسې یو شرکت نه شته، چې د نړۍ په کچه یو ښه اپليکيشن جوړ کړای شي.
که غواړی ښکلی او غني اپلیکیشن مو خپل بزنس ته جوړ کړی، نو له موږ سره په اړیکه کې شئ!
پته: دوهم پوړ ، د پلازا هوټل ودانۍ ، زیر زمیني - ده افغانه ، کابل - افغانستان
ټلیفون: +۹۳ ۷۶ ۶۹۰۰۰۰۷