روهي( یوه نۍ/۷ د غبرګولي )، یاد تمریناتي کمپ چې لس ورځې وړاندې د سویلي افریقا په کوربه توب د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د غوره چمتووالي په موخه پیل شوی و، نن پای ته ورسېده.
په دغه روزنیز کمپ کې چې اساسي موخه یې په ذهني توګه د لوبغاړو پياوړي کول و، د یادې لوبډلې د مشر روزونکي رییس احمدزي سربېره دولت احمدزي، سید رحمن احمدزي او عبدالمنان مسعود هم له لوبغاړو سره په بېلا بېلو ډګرونو کې کار وکړ.
ټاکل شوې چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله د روانې اونۍ په پاې کې نړېوال جام کې د ګډون په موخه سویلي افریقا ته خپل سفر پیل کړي.
افغانستان به په دغو سیالیو کې د شا وخوا دوه اونیو تمریناتو او تمریناتي لوبو وروسته د جنورۍ په ۱۷مه نېټه خپله لومړۍ لوبه په (ډي) ګروپ کې د سویلې افریقا له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې او ورپسې په نورو لوبو کې د جنورۍ په ۲۲مه او ۲۴مه نېټه د سیالو متحده عربي اماراتو او کاناډا لوبډلو پر وړاندې لوبې ترسره کړي.
وروستي