جاوېد افریدي: ورزش پوله نه لري او مونږ هڅه کوو له سياست سره يې بيل کړو

روهی( یوه نۍ/۷ د غبرګولي )، پېښور زلمي کرکټ ټيم مشر جاويد افريدي وايي، افغان کريکټ بورډ دې لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې د پاکستان په میدانونو کې لوبې ترسره کړي.
 
افريدي رسنیو سره په مرکه کي ویلي: "ورزش پوله نه لري او مونږ هڅه کوو له سياست سره يې بيل کړو."
 

پاکستان کې له ۲۰۰۹ میلادي کال څخه راهېسې نړیوالې لوبې نه کېدې او د دوبۍ شارجې لوبغالی یې د کورني لوبغالي په توګه کاراوه چې په بدل له دغه هېواد څخه ډېرې پېسې اخېستل کېدې.
 

خو پاکستان اوس پرېکړه کړې چې تردې وروسته به نړېوال سریزونه په پاکستان کې ترسره کوي.