کندهار ولایت کی د هیواد په کچه د درملو د تولید تر ټولو لویه فابریکه جوړیږي

روهي( نۍ/۶ د غبرګولي )، د عامی روغتیا وزارت د پالیسی او پلان مرستیالې ډیوه صمد په کندهار کی د هیوا د په کچه د درملو د تولید تر ټولو لویی فابریکی Snow Pharma د مدیره هیئت سره ولیدل او د نوموړی فابریکی د ساختمانی کارونو د جریان څخه یی لیدنه وکړه.
 
نوموړی فابریکه چی د ۷۱ افغان سوداګرو په ګډه ونډه او شراکت جوړیږی د هیواد پر کچه د ډیرو پانګه والو یواځینی سهامی شرا کت دی، دغه فابریکه به په ۷ ساعتونو کی د ۲ میلیون ټابلیټونو، ۱ میلیون کپسولونو او سل زره سیرومونو د تولید ظرفیت ولري.
 
ډیوه صمد د شرکت د مدیره هیئت سره په لیدنه کی د درملو او طبی تجهیزاتو په برخه کې د پانګونی پر اهمیت ټینګار وکړ او د نوموړی شرکت پانګونه یی د هیواد دننه د با کیفیته درملو د تولید لپاره ډیر مهم وباله او زیاته یی کړه چی د عامی روغتیا وزارت د هغو طرحو ملاتړ کوي چی څو تنه لوی پانګوال د سهامی شرکت په ډول د روغتیا سکتور په مختلفو برخو کی پانګونه وکړي.