فضیله حورزاد د 'بد حجابۍ' له کبله له لوبو منع شوه

روهي( نۍ/۶ د غبرګولي )، حورزاد د فدراسیون د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، د تل لپاره به له ورزش سره خدای پاماني وکړي.
 
هغې بي بي سي ته د فدراسیون له خوا د وړاندې شوي دلایل رد کړل او ویې ویل چې له لوبو د محرومولو تر شا یې د بې حجابۍ دلیل نه و.
 
د افغانستان د ورزشي تګلارې پربنسټ، لوبغاړې باید په سیالیو کې "اسلامي حجاب" مراعات کړي.
 
د افغانستان د باولېنګ ملي فدراسیون مشر ادریس فاروقي د فدراسیون ددغې پرېکړې په اړه ویلي، فضیله د کویت اسیایي لوبو کې "سرغړونه کړې او بیا یې د باولېنګ فدراسیون د تخریبول پیل کړي". نوموړې د یوه کال لپاره په افغانستان او بهر کې له هر ډول باولېنګ لوبو بې برخې شوې ده.
 

هغې د دغو شخصي موخو په اړه نور وضاحت ورنه کړ: "زما د سفر پرمهال یې زما په شخصي مسلو کې لاسوهنه کوله. ښايي له دې کبله چې غوښتل یې د خپلې خوښې خپل کسان راولي".