راپور محمد مبین هڅاند روهی( څلورنۍ/۴ د غبرګولي )، د پاکستان هېواد آل راونډر محمد حفیظ د بالینګ عمل یوځل بیا جنجالي شو او انګلستان کرکټ بورډ د محمد حفیظ په بال کولوبندیز ولګاوه ، د هغه د بالینګ کړنه د T20 لوبو سیالۍ په جریان کې راپور ته شوې.
د ای سی بی د بالینګ بیاکتنې ګروپ راپور سره سم ، محمد حفیظ به دا مهال انګلستان کې توپ اچونه ونه کړي.
له بلې خوا ، محمد حفیظ د انګلستان کرکټ بورډ د پریکړې په اړه خپل غبرګون څرګند کړ او ویې ویل چې د ای سی بی د بالینګ بیاکتنې ګروپ راپور ترلاسه شوی او د بولینګ ایکشن ټیسټ پروسې کې ځینې نیمګړتیاوې شتون لري.
هغه وویل ، "د ECB د بالینګ بیاکتنې ګروپ وړاندیزونو زما نړیوال اعتبار ته زیان ورساوه ، مګر زه د آی سی سی لخوا په لاره اچول شوي د بالینګ عمل خپلواکه بیاکتنې ته چمتو یم."
وروستي