د اسلامي نړۍ د همکاريو پر سازمان د سعودي عربستان فشار: پاچا سلمان ويلي چې د مسلمانانو غږ سره يو کړئ

روهي (څلورنۍ/۴ د جدي)، د سعودي عربستان کابينې د پاچا سلمان بن عبدالعزيز په مشرۍ د اسلامي نړي د همکاريو پر سازمان غږ کړی، چې هڅه دې وکړي ترڅو د اسلامۍ نړۍ غږ يو کړي.

د سعودي دولتي سرچينو ويلي دي چې د دغه هېواد حکومت د اسلامي نړۍ د همکاريو له سازمان غوښتي دي، چې هغه لوړې مخې چې د اسلامي هېوادونو ګټې په کې نغښتې دي بايد ګړندۍ او پلې کړي.

پاچا سلمان د خپل هېواد له ټوالو وزيرانو غوښتي دي چې د دغه سازمان په ټولنيزو، اقتصادي او نورو چارو کې ور سره همکاري وکړي.

د اسلامي نړۍ د همکاريو سازمان په سعودي عربستان کې دی، چې د سعودي دولت له خوا يې مالي ملاتړ کيږي.