ته يې له وار بې واره ماته راورسيدل
راشه د مرګ اخطاره ماته راورسيدل
تا له اسمانه غوښتل ما له جانانه غوښتل
ته دې پېړۍ شماره ماته راورسيدل
ته په اوبو کې سوځې زه په لمبو کې خيشت يم
اې د کوثر خماره ماته راورسيدل
کړي د جنت ازانګې په دوزخي ماحول کې
خدايزده د چا دپاره ماته راورسيدل
تا په تراشلي دعا غوښتل له خدايه راته
اې د فدا نګاره ماته راورسيدل
وروستي