غزل

  راشه راشه د مرګي زيرئ د راوړ

بيا د کوم يو ګلالي زيرئ د راوړ


څه اغزن اغزن راګورې پسرليه

ښه پوهېږم بارودي زيرئ د راوړ

پرې کوې مې د زړه مراندې ځوانيمرګه

چې د بورې مور زخمي زيرئ د راوړ

ساقي زر ځلې در جار او صدقه شم

په سرو سترګو کوثري زيرئ د راوړ

د دوزخ لمبې له کسته شولې تورې

چې فدا ته جنتي زيرئ د راوړ

ميوند فدا خوست