غــــــــزل

ما راټولې د ټول کلي دعاګانې
د وړو زړو منلي دعاګانې

په تندي که مو سجدې سيزلې ښکاري
په لاسو کې مو سپيڅلي دعاګانې

چې بدرنګ راپسې ځغلي شي بې وسه
راپسې دي ښکلي ښکلي دعاګانې

د شيرينې مور له خولې چې راوتلي
ما په وار وار ازمايلي دعاګانې

يار چې يار شو د مارانو زهرجن شو
بس په زهرو يې لړلي دعاګانې

ميوند فدا خوست