د اريانا پوهنتون محصلين د ستمي تبعيض په لومه کې

يونيم کال کيږي، چې داريانا پوهنتون محصلين په دې لټه کې دي چې د افغانستان له قوانينو سره سم په خپل هېواد کې لوړو زده کړوته دوام ورکړي، خوله بده مرغه په دې ټوله موده کې چې دغو بې وزلو محصلينو د زده کړو د دوام په هيله خپل کار او روزګار پرې اېښی ، خپلې کورنۍ يې پرې اېښي او له خپلوجيبونو مصرف کوي، د لوړو زده کړو په وزارت کې د يوې متعصبې کړۍ له خوا چې په سر کې يې تدريسي معيين lمحمد عثمان بابري دی، يوازې د دې لپاره ډول ډول دسيسې ورته جوړيږي، چې د اريانا پوهنتون محصلين اکثراً پښتانه دي. د لوړو زده کړو پخواني وزير اعظم دادفر خوبه ويل، چې تر څوزه وزير يم افغانستان ته د اريانا پوهنتون انتقال ناشونی دی. د نوي وزير (سرور دانش) له راتګ سره حالات يوڅه ښه شول او د اريانا پوهنتون محصلين په دې بريالي شول،چې له ولسمشر کرزي څخه د دغه پوهنتون د انتقال او رسميت امر ترلاسه کړي، خو له بده مرغه د تعصب پر ناروغۍ اخته معيين اوورسره کړۍ يې د نويو دسيسو پر جووړولوپيل وکړ. که څه هم د ولسمشر دفرمان له مخې بايد د اريانا پوهنتون محصلينو اسناد په21 ورځوکې ارزول شوي وای ، خو که اته مياشتې نوموړی پوهنتون د انتقال د جواز لپاره و تړل شو ، د 21 ورځو پرځای اته مياشتې هم د اسنادو د ارزونې په نامه وتړل شول او دا دی د ټولوپخوانيوپوهنتونو د رسمي کېدو د بهير خلاف، اوس له محصلينو څخه د ټولو دورو د مضامينوازموينه اخيستل کيږي ،هغه هم له داسې معيار سره چې که چېرې له 55 نومرويې کمې واخيستې نو تنزيل دې ورکړل شي او که له پنځوسو يې کمې واخيستې نوله پوهنتون څخه دې وشړل شي ، حتی که د پوهنتون په وروستي کال کې هم وي. داريانا پوهنتون ناهيلي محصلين چې د هرې ستونزې د اوارولو لپاره د خپلوچارواکو او مشرانوپه لسګونودروازې ټکوي او دخپلوحقه حقونو لپاره خيرات ترې غواړي او د يوې ستونزې له اوراي سره د قسم خوړولو متعصبينوله بلې دسيسې سره مخامخ کيږي ، دا ځل يې بيا خپل ولسمشر ته د درد او استغاثی عريضه ليکلې چې دلته يې له تاسوسره هم شريکوم: 
 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت محترم مقام ته

د افغانستان د انتقالي دولت د عدليي وزارت د خپرې شوې رسمي جریدې دوهم فصل درویشتمه ماده وايي:
( ژوند د خداې بښنه او د انسان طبیعي حق دی، هیڅوک له قانوني مجوزه پرته له دې حقه بې برخې کېداې نشي.
همدارنګه ددغې جریدې ددوهم فصل څلورویشتمه ماده ( ازادي د انسان طبیعي حق دی. دا حق د نورو له ازادۍ او له عامه مصالحو پرته چې د قانون له لیارې تنظیمیږي حدود نه لري. د انسان ازادي او کرامت له تيري خوندي دی. دولت د انسان د ازادۍ او کرامت په ساتنه او درناوي مکلف دی).
د پورتنیو مادو د جامع تفسیر په نظر کې نیولو سره ویلی شو چې د ښه ژوند د تېرولو لپاره د ټولنې هر وګړی باید ترې ګټه پورته کړي. خو له بده مرغه چې زمونږ د ګران هېواد دېرشکلنې جګړې زمونږ د هېواد د پتمنو وګړو ډېر حقوق چې په هغې کې د ژوندانه حق، د ځان خوندیتوب او ازادي، ملي امنیت عمومي ارامتیا، عامه نظم، عمومي اخلاق او سلامتي او داسې نورو نه يي بې برخې کړل او خلک يي دې ته وهڅول تر څو هرې خوا ګاونډي ملکونو ته هجرت وکړي او هلته په ولګه، تنده، لوڅې چاودېدلې خپې او د سر د خوندي ساتلو لپاره د خېمې په نه لرلو سره شپې او ورځې تېرې کړي. دا چې زمونږ ټولنه مسلمانه ټولنه ده او ددې ټولنې وګړي تل په اسلام مین دي نو د دغې سپېڅلې عقیدې په لرلو سره هر هغه حکم چې د الله او د نبي کريم (ص) په ذریعه ویل شویدی. دې خوار غریب او غیرتي ملت ته د تل لپاره د منلو وړ وي. دا چې د اسلام سپېڅلی دین د تل لپاره خپل لارویان د بېلابېلو علومو د زده کړې لپاره هڅوي تر څو دوې د ژوندانه لوړو رتبو ته ورسیږي او د پوهې په ترلاسه کولو سره د حق او باطل تر منځ توپير وکړي چې دا یواځې او یواځې د پوهې په ترلاسه کولو سره لاسته راتلاې شي.
همدا وو چې زمونږ کورنۍ د هجرت په سختو شېبو کې هم زموږ لپاره د زده کړې لارې چارې برابرې کړي ترڅو خپله ابتدایه، متوسطه او د لېسې تعلیمات ترسره کړو. د لومړنيو تعلیماتو وروسته هم دولت پرې ونه توانېده چې د ټولو مهاجرو لپاره د بېرته را ستنېدو زمینه برابره کړي او له بله پلوه زمونږ هاند او هڅې د زده کړې په برخه کې د ځنډ سره مخامخ کېدې، داوو چې د لوړو زده کړو لپاره مو په آریانا پوهنتون کې په تحصیل لاس پورې کړ.
د هجرت په شپو کې پدې پوهنتون کې د شاملېدو عمده دلایل دا وو:
۱ – د افغانستان د اساسي قانون د نهه دېرشتمې مادې مطابق:
( دولت له هېواد څخه بهر د افغانستان د اتباعو د حقوقو ساتنه کوي)
چې پدې لړ کې یو له عمده حقوقو څخه زمونږ تعلیمی حق وو چې چېرې هم د افغانستان د قونسلګرۍ له خوا کتبي او یا شفاهي زموږ ددغې حق غوښتنه نده شوې او نه چا رسمأ ددغې پوهنتون د بندېدو، د نصاب، مفردات، درسي مواد، د استادانو په اړوند، او داسې نورو وسایلو په اړوند د چاپ شویو رسنیو له طریقه او یا د تصویري یا صوتي رسنیو له لارې ددې ممانعت کړی دی. ولې د مسولینو نه پوښتنه نکوۍ؟ ولې يي نه محاکمه کوی؟ ایا دا یو بام او دوه هوا نده؟ زمونږ ګناه څه ده؟
۲ - د افغانستان د اساسي قانون د درې څلوېښتمې مادې پر اساس:
(زده کړه د افغانستان د ټولو اتباعو حق دی چې د لسانس تر درجې پورې وړیا د دولت له خوا تامینیږي. دولت مکلف دی چې په تول افغانستان کې متوازن معارف د عامولو او د منځنو اجباري زده کړو د تأمین لپاره په هغو سیمو کې چې پرې خبرې کیږي لاره هواره کړي).
حال دا چې مونږ دغه تعلیم د لېسانس تر درجې پورې د خپل لاس د ټناکو په ذریعه پر مخ بیولې. او دولت په دغه برخه کې زمونږ سره هېڅ ډول همکاري نده کړې. سربېره پردې يي د يو مکمل تعلیمي کال څخه وروسته پاته کړي یو.
آیا دا یو بام او دوه هوا ندي؟
زمونږ ګناه څه ده؟
۳ – په آریانا پوهنتون کې چې کومو استادانو مونږ ته تدریس کړی هغه اکثریت د کابل پوهنتون، ننګرهار پوهنتون او خوست پوهنتون او د پېښور د مختلفو پوهنتونونو ( کبیر میډیکل کالج، پاک انټرنشنل میډیکل کالج، جناح میډیکل کالج، پېښور پوهنتون) برحال استادان شامل وو. د بېلګې په توګه په لاندې ډول ترېنه یادونه کوو:
A- د کابل پوهنتون استادان:
پوهاند پروفيسور غلام فاروق نجرابي.
پوهنمل استاد انور خان صمیم
داکټر عبدلمقدس فروزان
پوهاند عبدالله هاتم
پوهندوې حمیدالله حسیني
استاد محمد رحیم شهیم
انجینر زمری شریفي
پوهاند نیاز محمد بخشي
B- د ننګرهار د پوهنتون استادان:
پوهاند بشير دودیال
پوهنمل بلال پاینده
پوهاند خاد جبار خېل
پوهنمل استاد پاچاخان بابکرخېل
پوهنیار هدایت الله هدایت
استاد محمد ګل واسق
مرحوم استاد طاهر خان
استاد شمس الحق صافي
پوهندوې ذاکره بابکرخېل
C- د خوست پوهنتون استادان:
ذبیح الله احمدي
صالح محمد احمدزی
D- د پېښور د پوهنتونونو استادان:
ډاکټر وقار عالم خان MBBS, FCPS, MRCP
ډاکټر شبیر حسین MBBS, FCPS, MRCP
ډاکټر ظفر اعیاز خان MBBS, FCPS
ډاکټر اعزاز الله خانM.PHIL , MPH
ډاکټر جهانګیر خان ګولډ میډلسټ MBBS, FCPS
ډاکټر مشتاق خان MBBS FCPS
ډاکټر فضل واحد ګولډ میډلسټ MBBS, PHD
آیا دا استادان په کابل، ننګرهار، خوست او پېښور پوهنتونونو کې رسمیت لري؟ او یا آریانا پوهنتون کې يي نه لري؟
که چېرې کريکولم درست نه وو نو استادان ولې تدریس ته حاضرېدل؟ ولې يي مونږ سره جفا کوله؟ ولې تاسې ترې پوښتنه نه کوله؟
ایا دا یو بام او دوه هوا نده؟
زمونږ ګناه څه ده؟
د آریانا پوهنتون نه مخکې په پېښور کې یو شمېر نور پوهنتونونه د حزب اسلامي، دعوت، امهات المومنین، احمدشاه ابدالي، او په نهایت کې د افغان پوهنتون موجود وو چې ددولت له طرفه اسلامي او دعوت جهاد پوهنتونونه په کابل پوهنتون کې په مختلفو وختونو کې پرته له کومې ارزیابۍ مدغم شول، همدارنګه د امهات المومنین او احمد شاه ابدالي پوهنتونونه چې په نهایت کې د افغان پوهنتون په نوم خوست ته بغیر له کومې ازموینې انتقال شول چې تر اوسه فعالیت لري. چې ځني ددغو فارغ التحصیله ډاکټرانو څخه فعلأ برحالې دندې لکه د استاد دنده په رسمي پوهنتونونو کې، په شفاخانو کې او نورو اداري چارو کې دندې لري.
د افغانستان د اساسي قانون د دوه ویشتمې مادې پر اساس:
( د افغانستان د اتباعو تر منځ هر راز تبعیض او امتیاز منع دی د افغانستان اتبع ښخې او نارینه د قانون په وړاندې مساوي حقوق لري)
پدې اساس وزارت ولې زمونږ سره دوه ګونی برخورد لري.
آيا دا یو بام او دوه هوا نده؟
زمونږ څه ګناه ده؟
۴ – د افغانستان د اساسي قانون د دوهم فصل د شپږڅلوېښتمي مادې پر اساس:
( د لوړو، عمومي او اختصاصي زده کړو د موسسو جوړول او اداره کول، ددولت وظیفه ده، ددولت اتباع کولاې شي ددولت په اجازه دولوړو، عمومي، اختصاصي او سواد زده کړې موسسې جوړې کړي)
مونږ ددغې مادې په احترام او منلو دغې پوهنتون ته مخه کړې ځکه چې ددې پوهنتون ریس تل په خپلو خبرو کې دا په ډاګه کړې چې د لوړو زده کړو وزارت په اجازه خپل کار ته ادامه ورکوي او په دغو غونډو کې چې هغوې بیانيې ورکولې تل د افغانستان د قونسلګرۍ استازي اشتراک درلوده چې چايي هم مخ نیوی ندی کړې. ددې پوهنتون نه استازي د خبرو لپاره کابل ته داغلي وو بېرته په راتلو سره يي ددولت چارواکو د ښه مېلمه پالنې، د عکسونو اخېستل او ښې وعدې کړي دي چې مونږ ته به يې نور هم د زړه قوت راکوو.
که داسې نه واې د لوړو زده کړو چارواکو په خلاص لاس کولاې شو چې په روانو الفاظو د سفارت او قونسلګرۍ له خوا ددې د بندېدو او یا حد اقل د محصلینو د پوهېدو لپاره اقدام کړی دی.
نن زمونږ د پوهنتون ریس تحسین او تقدیریږي د یو پوهنتون د بندېدو پر ځاې درې څلورو برانچونو د پرانیستلو اجازه ورته ورکول کیږي.
پدې صورت کې چې لومړی کریکولم غلط دی او زمونږ په سرنوشت لوبې شوي په څه دلیل د نورو ځوانانو د سرنوشت د لوبو زمینې ورته مساعدوۍ، آیا دا ظلم ندې؟ پدې کې مسولین ورسره شامل ندي؟
د قونسلګرۍ مسولین ولې نه غواړۍ؟ ولې ترې پوښتنه نه کوۍ؟ هغه وخت به يي زمونږ د ریس زړه خوشحاله ساته اوس دې راشي او ځواب دې ووايي هر محصل په لکونو روپیو مصرف کړی ددې ځواب دې ورکړي او زمونږ مادي او معنوي تاوان دې راکړي.
ولې زمونږ پوښتنه نه کیږي؟
نن اصول او مقررات جوړوئ!
نن په قانون پوه شول او سترګې خلاصې شوې که پخوا هم پوهېدل؟
آیا پدې کې تبعیض نه وینئ؟
ایا سمتي او ژبنی تبعیض موجود نه دی؟
ایا تل تر تله دې پښتانه په دغو او هغو نومونو وټکول شي؟ ووژل شي؟ حال دا چې نن ترې د تحصیل حق هم اخستل کیږي؟
ولې او ولې داسې کیږي؟
زمونږ ګناه څه ده؟
۵ – زمونږ د آریانا پوهنتون کریکولم فعلأ د آریانا پوهنتون د کریکولم سره چې په جلال اباد کې د لوړو زده کړو د وزارت له خوا منل شوی دی، یوشان دی او هېڅ ډول توپير نلري. ولې هغه منل کیږي او هغې ته د فعالیت اجازه ورکول کیږي او زمونږ درسونه یو کال کیږي چې تعطیل دي (کله د ارزیابۍ او کله د ازموینې په نوم زورول کیږو).
ایا دا یو بام او دوه هوا نه ده؟
زمونږ ګناه څه ده؟
د مراجعې په وخت کې د لوړو زده کړو مقامات مونږ ته د شپږمې ناکارې ګوتې خطاب کوي او وايي چې تاسې پر مونږ تپل شوی یاست. تاسې زمونږ پر سر بار یاست مونږ ستاسې په وړاندې هېڅ ډول مسولیت نلرو ستاسو په ژبه نه پوهيږو.
د افغانستان د اساسي قانون د نهه ویشتمې مادې پر اساس.
( د انسان تعذیب منع دی. هيڅوک نشي کولاې چې له بل شخص څخه حتی د حقایقو د ترلاسه کولو لپاره که څه هم تر تعقیب، نیونې یا توقیف لاندې وي او یا په جزا محکوم وي، د هغه د تعذیب لپاره اقدام وکړي یا يي د تعذیب امر ورکړي. دانساني کرامت خلاف جزا کاملأ منع دی.
زمونږ محصلینو غوښتنه ستاسو د محترم مقام نه دا ده چې د کوم جرم د مرتکب کېدو له امله نن مونږ د انساني کرامت توهین او تحقیر باندې منسوبیږو آیا دا د لوړو زده کړو د وزارت مسولین د قانون دې مادې ته پوره مستقل عمل کوي آیا ددوې نه پوښتنه کیږي یا بې پوښتنې حکومت دی.
دا ښکاره تبعیض دی.
دا د پښتنو په ضد اقدام دی، دا د پښتون د تعلیم مخ نیوی دی د هغې نه قلم اخېستل دي هغه توهینول دي.
آیا ستاسو منتخب ریس جمهور ته زموږ پلرونو، مېندو، خويندو رايې نه دي درکړي؟ مونږ د خپل توهین او تحقیر لپاره دا کار کړی دی.
زمونږ ګناه څه ده؟
په لنډ ډول د پورتنیو حقایقو په رڼا کې مونږ د دولت د اصولو مطابق د لوړو زده کړو مقام او اجراتو ته په درنښت لاندې پروسې طۍ کړي دي.
۱ – په 1388/12/25 د ریس صاحب جمهور د فرمان پر اساس باید د آریانا پوهنتون د پکتیا پوهنتون کې مدغم شوی واې.
مونږ خپل د پوهنتون ریس دې ته وهڅاوه چې د خصوصي سکتور نه دا پوهنتون دولتي سکتور ته بدل کړي په موافقې و رسېدو. کله چې د لوړو زده کړو وزارت پوه شو چې قاطع امر دی ځينی خود غرضه اشخاصو نهه ماده ایزه پېښنهاد چې پدې کې زمونږ د محصلینو نماینده حضور نه درلوده او دې سره هېڅ ډول مشوره نه وه شوې . د حوت په ۸ ریاست جمهوري ته وړاندې کړ تر څو د ریس صاحب جمهور امضاوې او د هغې وروسته يي مونږ ته وویل چې په ترتیب سره هیأت به تعینیږي او ستاستو پوهنتون به ارزیابي کوي.
۲ – درې کسیږه هیأت پېښور ته راغی زمونږ غوښتنه دا وه چې زمونږ د نماینده په موجودیت دې اسناد بررسي شي تر څو د هر ډول لاس وهنې مخه ونیول شي.
دا کار ونه شو او بېلګه يې دا وه چې د ۳۱+۱ کسانو اسناو مشکلات درلودل. چې د ریس دفتر صاحب په حکم هغه هم ارزیابي شو.
۳ – د ارزیابۍ پروسه د باصلاحیته هیأت د کنټرول لاندې تر سره شو او د هر محصل نه د رشتې مطابق پوښتنه کېده او دوې ته دا معلومېده چې دا محصلین ددې وړتیا لري یا نه.
۴ – کله چې دوې پدې پوه شول چې دا اسناد صحیح دي او د محصلینو سویه هم د صنفونو مطابق سمون لري نو دوې بل خنډ رامنځ ته کړ چې د پکتیا پوهنتون او د پکتیا خلک تاسې سره موافقه نه لري.دا وو چې مونږ رسمأ د پکتیا د پوهنتون څخه په مستند ډول موافقه لیک د پکتیا دپوهنتون د ریس، د پکتیا د والي، او ولایتي شورا نماینده ګانو، او د قومونو د مشرانو په امضا ګانو راوړ. کله چې دوې پدې هم پوه شول بله لاره دوې ته نوه پاتې نو دوې د امتحان موضوع رامنځ ته کړه او په صریح ډول يي دا عمده شرطونه مطرح کړي:
A- هغه محصلين چې په امتحان کې حد اقل ۵۵ نمرې تر لاسه کړي نو نوي سمستر ته به کامیاب شي.
B- هغه محصلین چې د ۵۵-۵۰ نمرې تر لاسه کړي یو کال تنزیل به ورکول کیږي.
C- هغه محصلین چې د ۴۵ نمرو څخه کمې نمرې تر لاسه کړي د تحصیل د ادامې حق نلري.
ددوې د تصمیم کاملأ مغرضانه او د تعصب نه ډک دی. دا د لوړو زده کړو وزارت یو دام دی د محصلینو د را ښکېلولو لپاره. دا د ریس صاحب جمهور او نورو لوړو پوړو چارواکو د قناعت لپاره ډېر ښه پلان دی.
دوې غواړي چې پوهنتون غیر رسمي وي خو کریکولم رسمي وي. دوې غواړي چې دغه پوهنتون حد اقل په مختلفو دلایلو تورن کړي.
په خلاصه ډول دا د پښتون د وژنې ښه پروسه ده ځکه چې د پښتون نه قلم واخله او د نابه کاره ګوتې په بیان سره يي ووهي، وټکوي او تل تر تله دې په تیارو کې وساتل شي. د علم او معرفت څخه يي لرې وساتي.
د آریانا د پوهنتون د محصلین خپلې غوښتنې په لنډو مادو کې داسې رانغاړي:
۱ – مونږ ددغه وزارت په چارواکو بې باوره یو دوې د انساني کرامت خلاف خبرې کوي، ژبنی تبعیض لري او په غیر د ځان او خپلې کورنۍ د نورو د منلو تحمل نلري.
۲ – زمونږ د اسنادو ارزیابي شوې، مونږ څخه د رشتې مطابق پوښتنې شوي، زمونږ تحصیلي سویه دغه هیأت ته په ډاګه شوې مونږ دوهم ځل ارزیابي او امتحان نه منو.
۳ – که چېرې یو محصل نشي کولاې خپل تحصیلي پروسه په کامیاب ډول سره تر سره کړي د تحصیل په جریان کې دوې امتحان لری او د عدم موفقیت په ترلاسه کولو سره دې محصل په قانوني ډول ډراپ کړي پدې کې بیا مونږ کومه ستونزه نه لرو.
۴ – د اساي قانون د ۲۴ مادې مطابق آزادي د انسان طبیعي حق دی. دا حق د نورو له ازادۍ او له عامه مصالحو پرته چې د قانون له لیارې تنظیمیږي حدود نلري.
د انسان د آزادۍ او کرامت له تیري خوندي دی . دولت د انسان د آزادۍ او کرامت په ساتنه او درناوي مکلف دی. زمونږ انساني کرامت ته د لوړو زده کړو د چارواکو له خوا په سپکه سترګه کتلی شوي مونږ ددولت څخه د خپل د انساني کرامت د رعادې غوښتنه کوو.
۵ – ژر تر ژره دې زمونږ تعلیمي کال پیل شي تر څو خپل ددغې حق نه بې برخې نشو.
که چېرې زمونږ دغه حقوق مونږ ته رانکړاې شي نو مونږ ټول محصلین د اساسي قانون د اته پنځوسمې مادې پر اساس به لومړی د ځپلو بشري حقوقو د نقص په خاطر د افغانستان د بشر خپلواک کمیسون ته مراجعه وکړو او د اساسي قانون د شپږ دېرشمې مادې پر اساس ( د افغانستان اتباع حق لري چې د روا او سوله ییزه غوښتنو د تامین لپاره له قانون سره سرم بې وسلې غونډې او مظاهرې وکړي) نو مونږ د پکتیا، ننګرهار، قندهار، کابل، لوګر، پکتیکا، خوست، لغمان، کونړ، او نورو ولایتونو د محصلینو، د ولس د لوړ پوړو استاذو په ګډون د مطبوعاتو په شتون او د بشر د حقوقو د څارنې د چارواکو په شتون لاریونونو ته تر هغې دوام ورکوو تر څو خپل حق تر لاسه کړو. که چېرې ددې ټولو اصولي او قانوني اجراتو په ترسره کولو سره هم دولت مونږ ته د پام وړ توجه ونکړي نو په پاې کې زمونږ محصلینو د کورنیو د افغانستان د منتخب ریس جمهور صاحب څخه دا غوښتنه ده چې مونږ څخه دې دا نسبي راکړل شوې آزادي هم سلب کړی شي. او مونږ محصلین دې د کورنیو په شمول د هېواد څخه تبعید کړي. تر څو یو وار بیا د دښمنانو د ژبني او سمتي مخالفینو توره نوره هم تېره شي ځکه چې زمونږ ګناه دا ده چې پښتانه یو او تحصیل ته مو مخه کړېده.
په درنښت.