انډیا په یوه ورځنۍ لوبو لړۍ کې ویسټيډیز هېواد مات کړ

روهي( دوه نۍ/۲ د غبرګولي )،  هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د ویسټينډیز سره د ۵۰ اورونو ۳ لوبو لړۍ لرله چې له دې ډلې څخه لومړۍ لوبه د ویسټينډيز کرکټ ملي لوبډلې ګټلې وه او دویمه بیا د هند لوبې ګټلې وه.
 
بېګا شپه د دغې لوبو لړۍ وروستۍ لوبه وه چې لومړۍ لوبه د ویسټینډیز لوبډلې وکړه او هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ته یې د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه.
 
هندوستان کرکټ ملي لوبډلې دغه هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او ویسټینډیز کرکټ ملي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
 
د هند له خوا د وېراټ کوهلي ۸۵ منډې وکړې چې یادو منډو په کومک د هند ملي لوبډله تر بریا ورسېده.