
روهي(نۍ/۳۰ د لیندۍ)، په پاکستان کې یوې محکمې د پوهنتون یوه استاد ته د پېغمبراسلام د سپکاوي په تور د اعدام سزا اورولې ده. د پوهنتون دغه پخوانی استاد جنید حفیظ نومېږي، چې شاوخوا اوه کاله وړاندې د پنجاب په ملتان ښار کې ځینو کسانو په دې تور تورن کړی وو او له هغه راهیسې هم هلته په زندان کې دی. ۳۴ کلن جنید حفیظ ته د اعدام سزا نن د ملتان یوې ځايي محکمې د ملتان په زندان کې اورولې، چې له تېرو شاوخوا شپږو کلنو راهیسې يې پر ضد د همدې قضیې اورېدنې روانې وې. پر نوموړي تور وو، چې په خواله رسنیو يوه بیان کې يې د پېغمبراسلام سپکاوی کړی. په ۲۰۱۴م عیسوي کال د ښاغلي حفیظ مدافع وکیل راشد رحمان وسلوالو په خپل دفتر کې په ډزو وواژه، چې ولې يې د جنید حفیظ د قضیې اورېدنه کې د هغه دفاع کوله. تردې وروسته بیا د ښاغلي حفیظ یوه بل وکیل شهباز ګورماني ځکه د هغه له دفاع لاس په سر شو، چې په خبره يې اخطارونه ورکول کېږي او اوس يې درېیم وکیل اسد جمال وکالت کوي. ښاغلي جمال تردې اورېدنې وروسته له ځايي رسنیو سره خبرو کې ویلي، ددغې پرېکړې پر ضد به د پاکستان سترې محکمې ته خواست کوي. د جنید حفیظ په دې اورېدنو کې تراوسه شپږ قاضیان هم بدل شوي، چې ډېری يې لامل هغه فشار بولي، چې د دغې قضیې پر پرېکړې اغېز کولی شوای. مذهب او پېغمبر اسلام ته سپکاوی په پاکستان کې هغه قانون دی، چې اکثره وخت پکې د تورنو کسانو وکالت څوک نه کوي. په دغه قانون نیوکه کوونکي وايي، یاد قانون تر ډېره په پاکستان کې د لږکیو ضد او شخصي ګټو یا غچ اخیستو لپاره کارول کېږي چې ډېری پکې بې ګناه کسان تورن شي.