کامیلا شرایر د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ښکلا ملکه شوه

روهي(نۍ/۳۰ د لیندۍ)، د امریکا د وریجینیا ایالت اوسېدونکې کامیلا شرایر د دې هېواد د ۲۰۲۰ کال د ښکلا ملکه ټاکل شوې ده. نوموړې وروسته له هغې ګټونکې اعلان شوه چې د ټاکن‌پلاوي په مخ کې یې د کیمیا یوه علمي ازموینه ترسره کړه. ۲۴ کلنې شرایر له پنځوسو نورو ګډونوالو سره وروستي پړاو ته لار ومونده او ګټونکې شوه. هغې د ۵۰ زره ډالرو انعام هم ګټلی دی.اغلې شرایر اوسمهال د درمل جوړونې د زدکړې په برخه کې دوکتورا کوي. د نوموړې په ټاکل کېدو فکر کېږي چې د ښکلا د ملکې په ټاکنه کې د شته دودونو د بدلولو لپاره ګام اخیستل شوی دی. پخوا دود دا و چې د بدن او څېرې ظاهري ښکلا په بنسټ به د امریکا د ښکلا ملکه ټاکل کېده، خو له ۲۰۱۸ کال راهیسې هڅه شوې چې د ظاهري ښایست پرځای د ښکلا د ملکې لپاره معیارونه بدل شي.ګرېچین کارلسون چې تېر کال د ښکلا ملکه وټاکل شوه ویلي: "نور به ګډونوال د بدني ښکلا په بنسټ نه ټاکل کېږي. دا لوی بدلون دی." د دې سیالیو جوړونکي وايي، دا بدلونونه او د اغلې شرایر ټاکنه به نورې ځوانې مېرمنې وهڅوي چې په دې سیالیو کې ګډون وکړي. د څېرې او د اندام د ښکلا پرځای به د دې مقام ګډونوالې خپله وړتیا ښيي او د هوښیارۍ او نورو استعدادونو په اړه ترې مرکه اخیستل کېږي.