
روهي(نۍ/۳۰ د لیندۍ)، پاکستان او سعودي عرب د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان هغه ادعا رد کړې چې د جمعې پر ورځ یې ویلي و، 'پاکستان د سعودي عرب د فشار له کبله د مالیزیا کوالالمپور په سر مشریزه غونډه کې ګډون نه دی کړی. ' د شنبې پر ورځ پاکستان کې د سعودي عرب سفارت د رسنیو هغه 'بې بنسټه ' رپوټونه رد کړل چې ادعا کوي، سعودي عرب پاکستان مجبور کړی چې کوالالمپور سرمشریزه کې ګډون و نه کړي او پاکستان ته یې ګواښنه کړې. د سعودي عرب سفارت په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي:د سعودي عرب او پاکستان اړیکي داسې نه دي چې د ګواښ ژبه پکې وکارول شي، بلکې دا تاوده او دوه اړخیز اړیکي دي چې د باور، تفهیم او خپلمنځي درناوي پر بنسټ ولاړ دي او د دواړو هېوادونو تر منځ په ډېری نړیوالو، سیمه ییزو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو د مسایلو په تړاو د نظر یووالی موجود دی.د سعودي عرب سفارت په اعلامیه کې زیاته شوې، ''سعودي عرب د دوستانه اړیکو پر بنسټ تل د پاکستان تر څنګ ولاړ دی، چې پاکستان د یوه بریالي او باثباته هېواد په توګه خپل رول ولوبوي. ''بل لور ته د جمعې پر ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه خبر پاڼه کې ویلي، ''پاکستان به د امت د اتحاد لپاره خپلې هڅې روانې وساتي. '' د یادونې ده چې له دې مخکې په کوالالمپور سر مشریزه کې د پاکستان ګډون نه کولو په تړاو د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر شاه محود قریشي رسنیو ته په غیر رسمي توګه اشاره کړې چې په غونډه کې د ګډون نه کولو لامل د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو ځینې ملاحظات دي چې د وخت لږوالي له کبله پاکستان نه دی توانېدلی لېرې یې کړي.