
روهي( نۍ/۳۰ د لیندۍ )، د پاکستانۍ رسنیو له قوله د بهرنيو چارو د وزارت او د تاريخي اثارو د ملي ادارې لخوا د چين او پاکستان د تاريخي کلاوو سمينار د دسمبر په ۱۹ مه نېټه د چين په شينجيانګ سيمه کې ترسره شوه.
د چين د بهرنيو چارو د وزارت، د چين د کلتوري ميراث اکاډمۍ، دون هوانګ اکاډمۍ، د پاکستان د تاريخي او کلتوري ميراث رياست څه باندې ۱۰ مامورينو او کارپوهانو په دغه سمينار کې ګډون کړی و او د لويو تاريخي کلاوو د ساتلو او د سيمه ييزې ټولنيزې ودې په اړه يې نظريې شريکې کړې.
د چين د کلتوري ميراث اکاډمۍ د تاريخي اثارو ساتنې د مرکز مشرې يو بينګ دغه سمينار ته په وينا کې وويل چې د لويو تاريخي کلاوو ساتنه د چين يوه بېړنۍ او مهمه دنده ده. د چين حکومت دغو چارو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د تاريخي کلاوو د ساتلو له لارې ټولنې ته وده ورکوي او د دغو تاريخي کلاوو ارزښت خپروي.
.