ژوند

د ژوند په اړه تصور د دود په ډانګ ولاړ دی. همدا لامل دی، چې د حال او راتلونکې له احواله ناخبره يو.

موږ هر یو د دودونو له تاثره د ورکې په ګرداب ګډ یو، چې خوښۍ مو د بل په تباهۍ کې وینو؛ خو ژوند په دې ډول نه کېږي، بلکې د وصل په ټکي کېدای شي، چې بیا انساني روابط پکې خوندي پاتېږي.

دودیز ژوند د انسان په تفکر، تدبر، همغږۍ، لرې لید، تصور او انګېزې باندې خپل اغېز شیندي.

خپل شته توان هم بیا په همدې دایره کې ویني او فکري ازادي هم له لاسه ورکوي.
موږ په دودیزه ټولنه کې د ژوندیو مجسمو ښکار شوي یو، چې هر څه د ټولنې له زاویې ګورو. دا د همدې نادودیو په میدان کې د قدم وهلو چلن دی؛ خو د وتلو په لټه کې یې نه یو.

هغه فکر او کړنلارې ته په لوړه سترګو ګورو، چې د دودیزو نندارو سره مل وي.
د ژوند په رمزونو هغه وخت بهتر پوهېدلی شو، چې د انساني جوړښت په اړه زموږ فکري زاویه د دود په ګرد نه بلکې د ټولنې د درد په ګرد لړلې وي؛ ترڅو له ژوند سره د حقانیت له لارې وصل شو.

هر فرد د دې تحول غوښتونکی وي، چې په ټولنه کې د پخواني دودیز فکر د بدلون لوری په په علمي استدلال او منطق برابر کړي. دا کار هغه وخت امکان لري، چې د ټولنې په نبض باندې پوه وي او هر احساساتي عکس العمل ته د ویښتابه له زوایې جواب ووایي. ترڅو د متحولو افکارو له اړخه د افرادو تر منځ د اړیکو په اړه هیله بښونکې تګلاره د عمل جامه واغوندي.

نو داسې هم سل په سلو کې امکان نلري، چې له یوې مخې له دودیز ژونده مخ واړوو. دا ځکه چې په ټولنېز ژوند کې ځینې قواعد شته، چې منل شوي دي، همدا دودیز قواعد د وګړو ترمنځ د یووالي لامل شوي. د دې ټولو شته ستونزو او ننګونو په اړه د انساني فکر د بدلون لپاره په فردي اړخ کار کول پکار دي بیا په ټولنیز؛ خو دا هله کېدای شي، چې د علم وړانګې د ټولنې په هر فرد خپله روښنایي واچوي. که چېرې ژوند د علم په منګلو کې بندیوان شي؛ نو تاثر به یې په ټولنیز فکر او راتلونکي نسل له ورایه څرګند شي. له همدې ځایه د بدلون زیري په خوځښت راځي، چې له دې سره فردي او ټولنیز ژوند د وصل په ټکي اوړي.