لندن کې دوه کسان د چاړو په بريد کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي

روهي (جمعه/۲۹ د لېندۍ)، لندن کې پولیسو رسنيو ته ويلي دي چې تېره شپه دوه بيلا بيلو پېښو کې بريدګرو دوه کسان په چاړو وژلي او دوه نور په کې ټپيان شوي دي.

يو وژل شوی شل کلن او بل ۳۰ کلن ښوودل شوی دی. پوليس وايي چې د دغه پېښو په تور يې يو کس نېولی دی چې په دې اړه ترې پوښتنې او ګروېګنې روانې دي.

د نړۍ په پرمختللو هېوادونه کې دا ډول پېښې بې سارې نه دی او په تېر کې يې هم ډېرې بېلګې موجودې دي.