
روهي (جمعه/۲۹د لېندۍ)، په امريکا متحدو ايالتو کې د روغتياپالانو څېړنو موندلې ده چې ډېر شوې جوش هګۍ چې په مغازو کې ستال کيږي، د حمل لرونکو ميرمنو او د ۶۵ کالونو ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره زهري تمامېدی شي.
روغتيا پالان وايي چې هر هغه خوراک چې ډېرې جوش هګۍ په کې کارول شوې وې، د پورته کسانو لپاره د ګټې پر ځای زيان پېښوي.
دغه ډول هګيو په تېرو څو ورځو کې اووه کسان بد اغېزمن کړي دي چې له منځ يې دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.