ايفون څنګه له سمسونګ او نورو کمپنيو بازار نه نېولی؟ د ايفون د بريا راز

روهي (جمعه /۲۹ د لېندۍ)، نړۍ کې د ټېکنالوژۍ او په ځانګړي ډول د ګرځنده موبايلونو په اړه تازه راپور دا په ګوته کوي، چې د سمسونګ په شمول د نړۍ د ټېکنالوژۍ کمپنۍ ولې د آپل په اندزاه وړاندې نه دي او يا دا چې د ايفون د بريا راز په څه کې دی؟

د Counterpoint د څېړنو مرکز په يو نوي راپور کې ويل شوي دي چې آپل د ټېکنالوژۍ د صنعت په برخه کې ۶۶ سلنه او د ګرځنده موبايلونو د صنعت په برخه کې ۳۲ سلنه بازار له ځان سره لري.

د Counterpoint راپور وايي چې د ايفون د بريا راز په دې کې دی، چې آپل کمپنۍ د متحدو ايالتو، اروپايي ټولنې هېوادونو او جاپان بازارونه خپل کړی دی، چې په پايله کې يې د سويلي کوريا سمسونګ، د چين واوې او آپو کمپنۍ شاته کړې دي.

د آپل په اړه په دې راپور کې ويل شوي دي، چې د راتلونکو کالونو لپاره يې پر نوې ټېکنالوژيو کار کړی دی او ښايي چې شته بازار پراخه او لا تسلط پيدا کړي.