
روهي (جمعه/۲۹ د لېندۍ)، د پاکستان د يوې ځانګړې محکمې د درې کسيز هئيت مشر قاضي احمد وقار پخوانی ولسمشر جنرال پروېز مشرف په اعدام محکوم کړ خو د اعدام د پريکړې وروسته خبرو يې وضعيت بدل او غبرګونونه راپورته کړل.
دغه قاضي ويلي چې حکومت بايد پروېز مشرف پيدا او قانون پرې پلی کړي او که چېرې حکومت ته پروېز مشرف ژوندی په لاس ور نه شي نو بايد چې جسد يې پيدا او درې ورځې يې په دار ځوړند کړي.
د نوموړي له خبرو وروسته د پاکستان د قانون وزير رسنيزه ناسته را غوښتي او ويلي دي چې د قاضي وقار احمد رواني وضعيت جوړ نه دی او حکومت به يې په اړه پرېکړه وکړي.
د قاضي وقار احمد قضيه اوس د پاکستان سترې محکمې ته تللې دي او د قاضي القضاوت په شمول به د سترې محکمې پنځه غړي په دې اړه پرېکړه وکړي. که چېرې قاضي وقار احمد فزيکي او رواني ناروغ وپېژندل شي، نو له دندې به ګوښه شي او که چېرې يې روغتيايي وضعيت سم وو نو د ناوړه چلند او څرګندنو پر اساس به ورته سزا ورکړل شي.