متحد ايالت له شمالي کوريا سره د خبرو د بيا پيل هيله لري

روهي (جمعه/۲۹ د لېندۍ)، د شمالي کوريا لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړي استازي ويلي دي چې هېواد يې هليه لري ترڅو شمالي کوريا سره د اټومي وسلو په اړه ځنډول شوې خبرې بيا پيل کړي.

د متحدو ايالتو دغه ځانګړی استازی سټيفن بيګن سويلي کوريا ته تللی او هلته يې چارواکو په لېدنو کې ويلي دي، چې اوس هغه وخت دی چې له شمالي کوريا سره پيل شوې خبرې يوې مطلوبې پايلې ته ورسيږي.

تېر کال د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون او ولسمشر ټرمپ په سېنګاپور کې سره ولېدل خو له هغې وروسته د دغه دوه هېوادونو ترمنځ خبرې وځنډېدې.