
روهي (جمعه/۲۹ د لېندۍ)، د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين په يو رسمي سفر جاپان ته تللی دی. نوموړي توکيو کې د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي دي چې د مسکو او بيجينګ اړيکې د متحدو ايالتو په خلاف اتلاف نه بلکې متقابله همکاري ده.
پوتين وايي چې چين او روسيه د کوم ائتلاف او تهاجمي عمل د جوړېدو هڅه نه کوي خو دغه دوه هېوادونه د ځان ساتنې او دفاع په پار سره همکاري لري.
نوموړي پر واشنکټن نېوکه کړې ده، چې د خپلو ملګرو يانې جاپان او سويلي کوريا په همکارۍ سيمه کې ائتلاف رامنځ ته کوي چې ښايي موخې به يې تهاجمي وي.
ولسمشر پوتين د مسکو له خوا بيجينګ ته د توغنديو د سېستم په اړه ويلي دي چې دغه سېسټم هېڅ ډول تهاجمي موخه نه لري او هدف يوازې د دفاعي دی.