
روهي (جمعه/۲۹ د لېندۍ)، د ترکيې دفا وزارت رسنيو ته ويلي دي چې د دغه هېواد تر واک لاندې د سوريې په شمالي برخه کې تېره ورځ يوې موټربم چاودنې ۵ کسان وژلي دي چې درې په کې ماشومان دي.
د ترکيې حکومت د دغه چاودنې په اړه په سيمه کې پر ګُرد جنکياليو اچولې ده. ترکيې چارواکي وايي چې دغه چاودنه د کُردانو وسله وال کارګر ګوند کار وو.
د ولسمشر رجب طيب اوردغان په مشرۍ ترکيې ځواکونه د سوريې شمال سيمې، چې ډېری وګړي يې کُردان دي ځای پر ځای شوي او هلته خوندي سيمې يا safe zone پلان لري.