
روهي (جمعه/۲۹ د لېندۍ)، د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسون په دې پار له خپلو خلکو بښنه غوښتې ده چې د دغه په يو شمېر سيمو کې د سخت اور لګېدنې پر مهال يې رسمي رخصتي اخېستې وه.
سکاټ موريسون ويلي دي چې دی په دې کار پېښمانه دی او ډېر ژر به پلازمينې سيدني ته ور ستون شي. اوس مهال نوموړی د متحدو ايالتو په هاوايي ايالت کې دی.
لومړي وزير د نوي عيسوي کال په پار رخصتي اخېستې وه؛ جاپان او هند ته يې د تګ پلان درلود خو دغه سفر يې لغوه کړ او بېرته ترې ستانيږي.
اسټراليا کې له تېرو څو ورځو سخت اور لګېدلی دی چې يو شمېر کسان يې ټپيان کړي او همدا ډول طعبيت او د خلکو شتمنيو ته زيان رسولی.