هند کې د تاوتريخوالي ډک لاريونونه

روهي (جمعه/۲۹ د لېندۍ)، د هند پوليس له هغه لاريونو کوونکو سره د تاوتريخوتالي ډک چلند کوي چې د دغه هېواد د تابعيت د ورکړې قانون په خلاف لاريونونه کوي. تازه، د لاريون کوونکو او په پوليسو ترمنځ تاوتريخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي او په لسګونه پوليس ژوندي نېولي او ټپيان دي.

تېره ورځ د هند په سويل کې دوه لاريون کوونکي چې يو ۲ کلن او بل ۴۹ کلن وو، لومړي د پوليسو په ډزو ټپيان او وروسته يې ساه ورکړې.

پوليس په سويلي ايالت کې مانګلور کې په ګرځېدو بنديز لګولی دی خو تېره ورځ تر ۲۰۰ لاريون کوونکو پر پوليسو هجوم وروړ او پايله کې يې تاوتريخوالي رامنځ ته شو.

لاريون کوونکي بې وسلې دي او د فلسطين او اسرائيلو د جګړې پر ډول پر وسله والو پوليسو د کاڼو ګوزارونه کوي.

د هند حکومت په اتراپردېش ايالت کې د خلکو پر هر ډول راټولېدنو بنديز لګولی دی. نوي ډيلي کې په زرګونه کسان چې په لاريونونو کې برخه اخېستې وه زندانونو ته اچول شوي دي.