
روهي (جمعه/۲۹ د لېندۍ)، د پاکستان يوې ځانګړې محکمې درېيو قاضيانو تېره اوونۍ د دغه هېواد د پخواني واکمن جنرال پروېز مشرف د اعدام حکم ورکړ. د محکمې په حکم کې راغلي دي چې جنرال مشرف د اساسي قانون په ځنډولو او هېواد سره د خيانت په جرم تورن دی.
هغه قاضيان چې د مشرف د اعدام حکم يې کړی دی، سېټ وقار، شاهد کریم او نذز اکبر نوميږي. د دوی له منځه سېټ وقار او شاهد کریم په يوه خوله ديی خو نذر اکبر بيا د دغه پرېکړې خلاف دی.
د بي بي سي د خبر پر اساس قاضي وقار ويلي، "چارواکي باید ژر تر ژره جنرال مشرف ونیسي او قانوني چلن ورسره وکړي، او که د هغه مړی هم په لاس ورشي نو باید د درې ورځو لپاره د اسلام اباد پر ډي چوک را وځړول شي."
د نوموړي دغه خبرې نندارۍ راپورته کړې دي او د پاکستان دننه هغه قاضيان هم د محکمې د پرېکړې خلاف شوي دي، چې پخوا يې د مشر اعدام غوښت.
خلک پر قاضي وقار نيوکه کوي چې د محکمې قاضيانو ته نه وي په کار چې احساساتي څرګندونې وکړي. د عمران په مشرۍ د پاکستان حکومت هم د دغه پرېکړې سره مخالفت ښوودلی دی.