د عمران خان حکومت د پخواني واکمن پروېز مشرف د اعدام پرېکړه سره مخالفت ښوودلی

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د لېندۍ)، د لومړي وزير عمران په مشرۍ د پاکستان حکومت ويلي دي چې د پاکستان پخواني واکمن پروېز مشرف د اعدام پرېکړه کې عدالت نه دی شوی.

د پاکستان لويه څارنوالي وايي چې د پروېز مشرف مدافع وکيل ته پوره وخت نه دی ورکړل شوی او همدا ډول د محکمې پرېکړه په غياب کې شوې ده.

لوی څارنوال انور منصور خان وايي چې حکومت به په دې برخه کې د قانون د پلي کېدو ملاتړ وکړي او د کوم کس طرفدارۍ نه کوي.

د پاکستان يوې ځانګړې محکمې پخواني واکمن پروېز مشرف ته د اساسي قانون د ځنډولو او هېواد سره د خيانت په جرمونو د اعدام سزا اورولې ده.