
روهي(پنځه نۍ/۲۸ د لیندۍ)، د چین ولسمشر شي جن پینګ د خپل هېواد لومړنۍ الوتک وړونکې بېړۍ د عملي چارو مراسمو کې ګډون وکړ. دا مراسم د چین د سمندري ځواکونو اډه کې په چین سمندرګي کې جوړ و. چین دا الوتک وړونکې بېړۍ د خپل پوځ د نوي یا عصري کولو هڅه کې لوی بدلون بولي. بېګا د چین دولتي تلوېزون د ولسمشر شي داسې انځورونه خپاره کړل چې دې الوتک وړونکې بېړۍ کې ګرځي.ر ۲۰۱۸ کال چین اول ځل د لیاینینګ په نوم الوتک وړونکې بېړۍ عملیاتي کړه، چې ۲۴ الوتکې وړلی شي. لیاینینګ په دویم لاس له اوکرایین پېرل شوې او بیا رغېدلې او تجهیز شوې ده. خو شاندونګ خپله چین جوړه کړې او ۳۶ جنګي جیټ لېږدولی شي.د چین او د سیمې څو هېوادونه د چین سمندرګي پر ملکیت اختلاف لري او دې سیمه کې د دې الوتک وړونکې بېړۍ حضور به د هغوی د خپګان سبب شي. شاندونګ الوتک وړونکې تېره میاشت له ټایوان تنګي په داسې مهال تېره شوه، چې د امریکا او جاپان اړوند سمندري بېړیو څارله. دا بېړۍ بېرته چین سمندرګي ته ننوته.د دې الوتک وړونکې بېړۍ عملیاتي کېدو سره چین د هغو هېوادونو کتار کې درېږي چې دا ډول جنګي وسایل لري. د چین پوځ دا مهال څو نورې ورته بېړۍ هم جوړوي.