ټرمپ استیضاح شو

روهي(پنځه نۍ/۲۸د لیندۍ)، د امریکا ولسي جرګه کې له یوې ورځې سخت بحث وروسته د دغه هېواد ولسمشر استیضاح او له دې وروسته مشرانو جرګې ته د محاکمې لپاره استول کېږي. ښاغلي ټرمپ له دوو تورونو سره مخ دی؛ واک ناوړه کارول او د ولسي جرګې چارې خنډنۍ کول. ښاغلی ټرمپ چې دا مهال مشیګان کې د خپلو پلویانو په ټاکنغونډه کې وینا کوي لا یې هم غبرګون نه دی ښودلی. په دا مهال سپینې ماڼۍ یوه بیان کې دا پرېکړه "د ولسي جرګې په تاریخ کې د تر ټولو شرموونکې شیبې اوج" بللی او غندلی دی.ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوټېر پاڼه د استازو جرګې د اوسنۍ ناستې په اړه لیکلي چې ده هېڅ کومه ګناه نه ده کړې، خو سخت دریځه کیڼ اړخي یې بیا هم استیضاح کوي. نوموړي لیکلي چې دا ډېره بده خبره ده او په راتلونکي کې باید امریکا له هېڅ کوم ولسمشر سره دا چلن ونشي. ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ داسې اشاره هم کړې وه چې د امریکا ستره محکمه په دې قضیه کې مداخله کولی او د ده د استیضاح مخه نیولی شي. ډونلډ ټرمپ به د امریکا په تاریخ کې یوازې دریم ولسمشر وي چې ولسي جرګه یې استیضاح کوي او دا پخپله د ده لپاره یو سمبولیک ګوزار دی. له دې مخکې ولسمشر انډرو جانسن په ۱۹۷۴ او بېل کلېنټن په ۱۹۹۸ کال استیضاح سره مشرانو جرګه یا سنا کې محاکمه شول، خو له دندو ګوښه نه شول. ریچارډ نېکسن د ۱۹۷۴ کال اګسټ کې واټرګېټ رسوايي په تړاو د استیضاح له رایې مخکې استعفا وکړه.