هند کې د تابعیت یوه ناتدیز قانون خلاف لاریونونو کې په زرګونه تنه بندیان شول

رږهيٍ(پنځه نۍ/۲۸ د لیندۍ)، هندي پولیسو زرګونه هغه کسان نیولي چې د تابعیت یوه ناندریز قانون خلاف یې له بندیزونو سره هم احتجاج کاوه. دې لړ کې د پلازمینې ډيلي په ځینو سیمو او د کرناټک او اترپردېش ایالتونو کې بشپړ بندیز لګېدلی دی. د پلازمېنې هغو سیمو کې چې احتجاج په کې کېږي، موبایل خدمتونه هم بند دي. د نوي قانون له مخې له پاکستان، بنګله دېش او افغانستانه هند ته په غیر قانوني توګه تللیو غیر مسلمان کډوالو ته د هند تابعیت حق ورکول کېږي.بل لور ته د اترپردېش، بنګلور، حیدراباد، پټنې، چندیګړ ډیلي او نورو ښارونو په لارو کوڅو کې لسګونه زره کسان احتجاجونه کوي او مدني فعالان، سیاسي کارکوونکي، محصلین او عام خلک د خواله رسنیو له لارې له خلکو غوښتنه کوي چې لارو کوڅو ته د سوله ییز احتجاج لپاره ووځي. په لکنو کې د پولیسو او احتجاجیانو تر منځ د اخ و ډب رپوټونه ورکړل شوي دي، چې ښاري بسونو ته پکې اور اچول شوی دی. بل لور ته لومړي وزیر نرېندرا مودي د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د سې شنبې پر ورځ وینا کې وویل، 'اپوزیسیون دروغ او ګنګوسې خپروي ' او تور یې پورې کړ چې 'د تاوتریخوالي او جعلي اړودوړ حالت ' رامنځته کولو لپاره خپل ټول زور کاروي. د کورنیو چارو وزیر امت شاه وايي: 'زه او زما حکومت د یوه کاڼي په څېر کلک ولاړ یو او د تابعیت احتجاجونو له کبله به هېڅ پر شا نه شو.