سيند په منګي کې


په زلفو ورو ږمنځ راکاږه
هلته زما دزړګي کور دی وران به شينه
دا زموږ د فرهنګي ټولنې د يوه غرني او يا خو د يوه کليوالي انسان داېشنده مينې شاعرانه انګازه ده ، چې د لسګونو او ښايي د پېړيو په تېرېدو سره موږ ته په همدومره خوږوالي او نوي والي رارسېدلې ده او د پېړيو ، پېړيو ژوند کولو وس ، تومنه او قابليت لري . شعر په لنډه او آهنګينه ژبه د اند او تخيل عاطفي پيوند دی . شعر له کليماتو څخه جوړه شوې او سينګاره شوې ناوې ده . شعر د تخيل ، تصوير او هنر يوه ښکلې او ارته نړۍ ده او له بله پلوه شعر په يوه څپک کاغذ کې زموږ د ټولې مادي نړۍ انځورول او په بل عبارت په منګي کې د سيند ځايول دي .
زموږ پښتو لنډۍ همداسې شعرونه دي ، په منګي کې سيندونه ځايوي او د څو کليمو په روح کې يوه دنيا ښايسته او اندېښمنده مينه هم .
دا چې زموږ په ټولنه کې د لنډۍ شعر د هر لوستي او نا لوستي پر ژبه حک دی او دا چې د لنډۍ شعر د وخت او زمان په ټولو شرايطو کې ژوندی پاتې شوی دی ، دليل يې په همدې لنډيز ، ښکلا او سپېڅلتيا کې دی او بس .
د دې لپاره چې د پښتو داوسني شعر يو لنډ جاج واخلو داخبرې مو يوازې د يوې کوچنۍ سريزې په توګه طرحه کړې . په هر شعر کې دوه ډوله جولۍ ( شکلونه ) لرو :
۱ ـ ظاهري شکل : د مسرو وزن ، بې وزني ، قافيې که وجود ولري او د مسرو او کليماتو تول ، شمېر او د حرکت بڼه يې .
۲ ـ ذهني شکل : احساس ، اند ، تخيل ( د محتوا حرکت ) کله چې د پښتو شعر د پورته شکلونو يادونه کوو مقصد مو دانه دی ، چې په دې لنډه اخباري ليکنه کې د شعر پر دغو ځانګړو برخو بحث وکړو . دلته غواړو يوازې د شعر پر( قد او قامت ) او د هغه پر شعري محتوا لنډې خبرې وکړو .
زموږ د پښتو شعر د تاريخ په اوسني بهير کې يو شمېر شاعرانو د څرنګوالي پر ځای څومره والي ته مخه کړه . لکه د مخه مو چې وويل ، شعر چې په لنډه او اهنګينه ژبه د اند او تخيل عاطفي پيوند دی پر اوږده او غځېدلې ژبه د هغه او دغه ځای د تشو خبرو پر لفاظي او پرېړ پيوند بدل شو .
شعر چې بايد د شاعرانه هنري انځورونو راغونډ شوی او راپېيل شوی امېل وي دغير هنري او غير شعري ورځنيو کلېماتو په اوږدو پړو بدل شو او په همدغو « شعرونو » سره مو د چا خبره ختيځ او لوېديځ سره ګز کړ ل .
موږ نه وايو ، چې خدای مه کړه اوږد شعر ، شعر نه دی او هېڅکله شعري او هنري ارزښت نه لري . که چېرې موږ وکولی شو ، چې پخپلو همدغو اوږدو شعرونو کې همغومره شعري او هنري مفاهيم او انځورونه ځای کړای شو دا به زموږ کمال وي او زموږ د شعر هنري کمال هم . که چېرې موږ وکولی شو د حميد باباد « کاش له ياره سره تللی په سفر وای » په څېر اوږد خو له معجزه جوړوونکو شعري ، هنري او عاطفي کليماتو ، مفاهيمو او انځورونو څخه ډک شعر او يا نظم ولرو دا به نه يوازې زموږ د شعر کمال وي ، بلکې زموږ د معاصر پښتو شعر د وياړ هسکه شمله به هم وي .
موږ نه وايو ، چې زموږ معاصر او اوسنی شعر دې د لنډۍ د شعر په څېر لنډ او مختصرشعر وي ، مګر لږ تر لږه خو دې د خپلو شعرونو ماناييزو او ښکلاييزو اړخونو ته هم پام وکړو . اوږد شعر پراخو انځورونو ته هم اړ دی او « چهل ګزيان » خو لږ تر لږه څلوېښت ګزه ټوکر هم غواړي .
موږ شاعران دا منو ، چې ښايي ونه شو کولی د خپلې ټولنې او نړۍ دغه پېچلې پېښې په خپلو شعري هستونو کې په پرې کړو او لنډومفاهيمو کې انځور کړو خو بايد دا هم له ياده ونه باسو ، چې موږ شاعران يو ، مؤرخين او جغرافيا ليکونکي نه يو .
دوه ډوله حقيقتونه وجود لري : علمي حقيقت او شعري يا هنري حقيقت . علمي حقيقت د حساب او رياضي پر بنسټونو ولاړ دی او شعري حقيقت پر معنوي اند او هنري انځورونو . کله کله زموږ په شعرونو کې « علم » ، « وعظ » او د « بيانيې » ورکولو دود دومره عام او پراخ شي ، چې نه شو کولی په يوه پېنځه پاڼه ييز « شعر » کې پېنځه نوي او شاعرانه ترکيبونه ومومو . کله ، کله په خپلو شعرونو کې د عيني صفتونو پر ځای دومره مجرد صفتونه کاروو ، چې زموږ دغه ډول « شعرونه » د لارو او بازارونو په عادي او ورځنيو خبرو واوړي .
ښايي د دې خبرو يو دليل دا وي ، چې موږ د افلاطون له دې خبرې څخه سرغړونه کړې وي ، چې وايي « شاعر هغه پاک او سپېڅلی موجود دی ، چې تر څو الهام نه وي اخېستی پر کشف او بداعت نه شي کولی لاس پورې کړي » .
او يا د « شلي » پر دغې خبرې لا سم نه يو پوهېدلي ، چې « شعر د استدلال په څېر نه دی او هغه شی نه دی چې د ارادې په پرېکړې سره په کار ولوېږي ، هېڅوک نه شي کولای ووايي ، چې زه به شعر ووايم حتا ډېر ستر شاعران نه شي کولی داسې خبره وکړي » .
موږ ډېر ځله الهام او کشف ته ارزښت نه ورکوو ، مخکې له دې چې هستونې ته وهڅېږو ، ليکو يې او په زوره يې ليکو . د دې لپاره چې شاعرانه حالت راباندې نه دی راغلی او نه مو دی لمس کړی ، نو ولې به موشعرونه يوازې له لفظي غورو پړک ونه چوي او دا خو به پر ځای پرېږدو ، چې يو نيم « شاعر » خو مو د « شعر » د ليکلو لپاره د احتياط په خاطر د الفبا په ترتيب د قافييو او رديفونو د منظمو جدولونو کتابچې هم په جېب کې ګرځوي . همدا چې غږ ورته وشي ساعت وروسته « يا الله » شعر تيار دی .
خلکو ته بايد رښتينی شعر په مخ کې کېښودل شي او دا زموږ د شاعر وجيبه او مکلفيت دی .