افغان کرکټ لوبغاړي د کور دننه په ټېسټ لوبو بوخت دي

روهي( څلورنۍ/۲۷ د لیندۍ )، کورني ټېسټ کرکټ په لړ کې د دريمې ورځې پای، سپين غر ۱۶۳ منډې مخکې والی لري.
 
د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو ۲۲مې لوبې دريمه ورځ پای ته ورسېده، چې د مس عينک لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۸ منډې وکړې.
 
رحمت شاه ۳۹، راشد ځدراڼ په ۳۰ او رحمت الله سهاک په ۲۹ منډو ناسوځېدلي دي.
د سپين غر له لوري فريد احمد ۴، محمد ابراهيم او طاهر خان ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړې.
 
د يادولو ده چې مس عينک په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۴ او سپين غر ۵۱۵ منډې کړي، چې سپين غر ۱۶۳ منډې برتري لري.