روهي (څلورنۍ/۲۷ د لېندۍ)، د فېسبوک پر ادارې نيوکه ده چې پر دغه ټولنيزې رسنۍ د ايډز او HIV د درملنې په اړه په دروغو او له مبالغې ډک سوداګريزی اعلانونه خپريږي خو د مخنيوي هڅه يې نه کيږي.
دغه اعلانونو کې ويل کيږي چې د Truvada په نوم ورځ کې يوه ګولۍ کولی شي، چې د ايډز او HIV ناروغيو درملنه وکړي.
نيوکه دا ده چې له يوې خوا دغه درمل نور زيانونه يا Side Affects لري او له بلې خوا خلک دې ته هڅوي چې که چېرې په ايډز او HIV اخته هم شي خو درملنه يې ډېره ساده او اسانه کېدای شي.
هغه کسان چې Truvada ګولۍ د ايډز په پار خوري د هډوکو د کمزورتيا په ناروغۍ اخته کيږي او د هډوکو منرالي مواد يې کمښت کوي.
وروستي