غزل


مختلف الوزن و المعنی، متوازن الألفاظ رديفي
غزل
پوښتې نه شم چې ناز په څو او ستا اداء په (څو) ده؟
پرته د برندو سترګو يې پر مخ بلا په (څَو) ده

زما نظر ته ګوره دې نظر د سوداګرو
د مينې قيمت څو؟ د قربانۍ سودا په (څو) ده؟

يوازې د خالق تخليق کمين نيولی نه دی!
دپاسه پرې سوره ستا مصنوعي ښکلا په (څَو) ده

پر سر به رضا نه شې! ارزاني ده د سرونو
له دې پورته به څه وي تر دې ښه بها په (څو) ده؟

درځي په کړس خندا پسې له رازه خبر نه دي
چې ناسته بس وژلو ته دا شنه خندا په (څَو) ده

عجب دی چې به څوک هم د وفا په نوم څه مومي
ځواب پسې درځم رټل په څو؟ جفا په (څو) ده؟

دا زړه مې رانه ورک شو له مود پسې ګرځېږم
دې چم کې خو څوک شته! چې هميشه د غلا په (څَو) ده

چغيږه عندليبه! د خفګان قيمت يې نه شته
اوس ګرځه چې په څه خوښه؟ او يا پخلا په (څو) ده؟