اصغر افغان د بیا ځل لپاره د لوبډلې مشر په توګه ټاکل کېدو یو لړ غبرګونونه راپارولي

روهي( نۍ/۲۳ د لیندۍ )، اصغر افغان ( د افغان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی او اوسنی لوبډلې مشر) دی چې ځینې افغان ځوانان اړو ځینې سیاسي څېرې یې په بیا ځل لوبډلې مشر په ټاکل کېدو خوښ او ځينې نور یې بیا ناخوښ دي.
 
اصغر افغان د د ۲۰۱۹ م کال د نړیوال وړاندې د افغانستاند درې واړو فارمټونو( ۲۰ اوریزو، ۵۰ اوریزو او همدا ډول د ټېسټ لوبو لوبډلې مشر و خو د نړیوال جام څخه یواځې څو ورځې وړاندې ګلبدین نایب د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر وټاکل شو.
 
د ګلبدین په مشرۍ افغان کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې یوه بریا هم خپله نه کړه او په ډېر بد وضعیت ( ماتو ) سره هېواد ته راستنه شوه، د نړیوال جام په لړ کې ځینو ځوانانو په خواله رسنیو کې لیکل چې د ګلبدین په مشرۍ لوبډله د هېواد لپاره لوبه نه کوي او همدا لامل دی چې یو بل پسې مسلسل یې ماتې وخوړې.
 
د ګلبدین وروسته راشد خان ارمان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلې مشر شو چې د راشد خان ارمان په مشرۍ یواځې د ویسټېنډیز هېواد په خلاف درې د ۲۰ اوریزو ، ۳ د ۵۰ اوریزو او یوه د ټېسټ لوبه ترسره شوه چې د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ کيپ افغان لوبډلې او پاتې دوه نورو د ویسټیډیز لوبډلې وګټل.
 
اوس یو ځل بیا افغان کرکټ بورډ پخوانی لوبډلې مشر ( اصغر افغان ) د لوبډلې مشر ټاکلی چې ځینې لوبغاړي ( ګلبدین نایب ) وایي چې دا حاضر نه دی اصغر افغان د مشرۍ لاندې لوبه وکړي، خو بله خوا بیا فرحان یوسفزی وایي چې د ټولو اړخونو سره یې مشوره کړې او د مشورې کولو وروسته یې اصغر افغان یو ځل بیا د لوبډلې مشر ټاکلی دی.