روهي(څلورنۍ/۲۰ د لیندۍ)، د افغانستان کرېکټ بورډ په يوه حيرانونکې پرېکړه کې اصغر افغان بيا د ملي لوبډلې کپتان وټاکه. د دې پرېکړې لامل تر ډېره په نړیوال جام کې زما د کپتانۍ پر مهال د اصغر افغان چلن وو. د ګلبدین په وینا اصغر نړیوال جام کې له زړه لوبه نه کوله او لوبډله کې د ډېرو لانجو سرچینه هم دی وو.ګلبدین نایب پر خپلې فیسبوک پاڼه په یوې وینا کې د کرېکټ بورډ هغې پرېکړې ته غبرګون وښود چې له مخې یې اصغر افغان بېرته لوبډلمشر او راشد خان مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی. له دې مخکې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر فرحان یوسفزي په کابل کې نن یوې خبري غونډې ته وویل، اصغر افغان به په ټولو فورمټونو کې د افغان کرېکټ لوبډلې مشري کوي او اوسنی لوبډلمشر راشد خان به یې مرستیال وي.افغان کرېکټ چارواکو د روان زېږدیز کال په اپریل کې د یوه ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب د لوبډلمشر او ور سره راشدخان د مرستیال لوبډلمشر، د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره رحمت شاه او ورسره مرستیال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ټاکلي وو. ه اوړي کې تر نړيوال جام وروسته راشد خان د لوبډلې کپتان او اصغر مرستيال ټاکل شوى و خو اوس بورډ وايي چې راشد به مرستيال او اصغر به لوبډلمشر وي. دغې پرېکړې ته غبرګون کې ګلبدین نایب وايي: ''تر هغې ملي لوبډله کې نه لوبېږم چې اصغر یې کپتان وي، خو کورنیو کرېکټ سیالیو کې به لوبه کوم '' نوموړی زیاتوي.
وروستي