
کلونه وروسته مې د کنګل شویوغرونوپر سریو ځل بیا لمر ولاړ ولید ، سور او طلايي رنګ یې داسې ځان ته غوره کړی و لکه دغره په څوکه چې ټپي شوی وي.د ونو پاڼې لمررڼا ته داسې ښکارېدې لکه د لعل او زرو خزانې چې د لمر تودو وړانګوته ځلېږې.لمر لکه ما سره چې پټ پټانی کوی د غره شا ته ورو ورو روان و.په چوتره کې ټول په کارو بوخت وو ماته ځان ښه نه ښکاریدو چې تر ما مشران کار کوي او ما څوک کار ته نه پرېږدي.زما په ډیرو ویلو سره سره بیا هم پر ما چا کار نه کولو،ځکه چې کلونه وروسته خپل کلي ته میلمنه راغلي وم.په همدې وخت کې خپلې تره لور ته مې پام شو چې یو وزګوړی یې په پښه تړلی دی او کش کوي یې.ماته د وزګوړي شوخي جالبه شوه نو ورو یې خواته ورغلم.د تره لور مې ورته ډیره په غوسه وه او همدا به یې ویل چې که بل ځل سبزی ته تلی وې نو د اختر په قربانی کې به لومړی ستا وار وي.د دې خبرې په اورېدو په وزګوړي مې زړه درد وکړ،نو تره لور ته مې وویل چې ته غوسه مه کوه او رسۍ ماته راکړه زه به یې وتړم.تره لور مې راته موسکۍ شوه او راته یې وویل ته یې نه شې تړلی دا ډیر وران دی.ما په خندا وویل چې څه خبره نه ده ځان ازموینه خو به وکړم.
تره لور مې د وزګوړي رسۍ ماته په لاس راکړه اوپه خپله د موږ په ننداره شوه.
ما رسۍ ځان خواته کش کړه او روانه شوم خو رسۍ کلکه نښتي وه.شا ته مې چې وکتل وزګوړی لکه ماته چې حیران وي پر خپل ځای ولاړ و او څارلم یې.رسۍ مې یو څه په زور سره کش کړه خو بیا هم کومه ګټه یې ونه کړه نو یو څه نور زور نه مې هم کار واخیست.همدا چې ما رسۍ کش کړه وزګوړي په دو پښو ودرېد او ما ته یې ټوپ کړ.ما هم رسۍ په هماغه ځای وغورځوله او په منډه مې پیل وکړ.
د چوترې هرې خوا نه مې خندا تر غوږو شوه خو ماته مهمه دا وه چې د وزګوړي له ښاخونو نه ځان بچ کړم.په منډه منډه مې ځان تره ښځې ته ورسوه او ورو مې شاته وکتل.تر شا مې هیڅ هم نه ووبې له زما د سر پړوني نه چې د منډې په وخت کې له سره مې غورځېدلی و، خو لږ لیرې یو وزګوړي بیا ازادي موندلي وه او په منډه او ټوپو د واښو او ترکاری خوا ته روان و.د وزګوړي له ازادی نه، که څه هم د کورنۍ په تاوان وه خوما خوند اخیست.
ماښام کله چې ډوډی لپاره ټول سره يو ځای شو نو د تره ښځې مې ټولو ته په خوند کیسه تیره کړه.زما تره ته دومره جالبه وه چې څو څو ځلې یې په ماکیسه تیره کړه او بیا به یې راته خندل چې له وزکوړي نه ولې ویریدلې.زما مشر تره زوی(لالا) چې اوس یې سپینه ږیره کې یو یو تار تور ویښته هم تر سترګو کېدل یو څه نور زما د ماشومتوب وختونه هم په یاد شول او کیسه یې داسې راته پیل کړه:
په ماشومتوب کې به چې کله د موږ کور ته راغلې نو کله به دی په چرګو پسې منډې وهلې او کله به دې له سپي سره لوبې کولی خو تر ټولو راته جالبه دا وه چې هغه دوې سوی چې هیچا هم نه شوې نیولی تا به بیا په غېږ کې نیولې وې او لوبې به دې ورسره کولې.ستا د ژوي سره لوبې به ماته هم ډېرې خوندورې وې او حتا د دوی سره لوبې ته به یې وهڅولم.خو تر ټولو ډیر به یو بل چا ستا له لوبو نه خوند اخیست او ته به یې تل په مینه څارلې.د همدې خبرې په ویلو سره لکه لالا چې په خپله خبره پیښمان وې غلی شو او د خبرې اړخ یې بدل کړ.د لالا خبرې زه په سوچ کې کړم خو له شرمه مې پوښتنه هم نه شوه کولی . د تره لور مې لکه چا چې دنده ورکړي وي په سوالو پیل وکړ:
لالا هغه څوک و؟؟؟
ولې یې نوم نه اخلې؟؟؟
د موږ له کورنۍ نه و؟
بیا څه شو؟...
لالا اوس نو خامخا په خپله خبره پېښمانه و ،او د بلې خوا یې د خپلې خور سوالونو چې لکه تیرونه یو په بل پسې به یې په وار کول حیران کړی و.
په دا وخت کې کشر تره زوی مې شاهین خپلې خور ته په غوسه شو او ویې ویل:
درخو! دا څه د ماشومانو په څیر کارونه د پیل کړي.لالا ستړی دی ارام ته یې پرېږده.
درخانۍ هم نور څه ونه ویل او د کاسو په ټولولو یې پیل وکړ.
د شاهین څیره کې مې یو عجیب شانته بدلون تر سترګو شو. بشره چې د شاهین میرمن وه په خندا سره لالا ته وویل:
لالا اوس دې اور ته تیل ورکړل، نو خبره خو تر پایه وکړه.
درخانۍ د دې خبرې په اورېدو سره زر راغله او لالا ته یې کتل چې اوس به د چا نوم اخلي.
ماته خبره ستونزمنه ښکاره شوه نو د دوی په خبره کې ولوېدم او ومې ویل:
هغه چې هر څوک و اوس به یې هر څه هیر کړي وي، ځکه چې هغه د ماشومتوب یانې د لیونتوب یوه دوره وه.اوس هر څه تیر دي نور دا خبرې به پرېږدو.که څنګه لالا جانه؟
هو بلکل لورې سمه خبره کوې.اوس خو هغه وخت تېر دی.لالاجان ځواب راکړ.
یو څه وخت وروسته چې شپه پخه شوې وه د درخانۍ او بشرې سره بام سره ته لاړم.په اسمان کې ستوري داسې ځلیدل لکه چا چې په اسمان کې زرین پړونۍ غوړولی وي. د بام په سر یخه هوا، زرین اسمان او خوا او شا چوپتیا عجیبه شانته شاعرانه فضا جوړه کړي وه.هغه شیبه مې خپل یو شاعر دوست په باب فکر وکړ چې که دلته وای نو دا ښایست به یې په کومو الفاظو ستایلی وای.
زه د کلي په ښایست کې ډوبه وم، چې ناڅاپه مې پام شو یو بل څوک هم د بام په سر شته.
شاهین د بام تیارې څنډه کې ولاړ و.زه نږدې ورغلم او غوښتل مې چې د کار په باب یې پوښتنه وکړم خو هغه وار ړومبی کړ او په خبرو یې پیل وکړ:
د ماشومتوب دوره به ښايي ډیرو ته د لیونتوب یا ناپوهی مرحله ښکاري،ځکه به یې هم ډېرخلک ژر هیروي خو ډیرو نورو ته به د ژوند تر ټولو ښایسته یادونه جوړ شوي وي او د هغه ښکلي یادو په مرسته به یې د ژوند ډیرې ترخې لحظې په اسانې سره تیرې کړي وي.او هغه یادونه به د ژوند تر پایه ورسره مل وي.
ستا نه هیله کوم هر څه ته دومره په لنډ نظر سره مه ګوره او دومره بې پروا د یوې خبرې ځواب مه ورکوه.
د شاهین خبرو په اوریدو سره مې په زړه باندې یوه سړه سیلۍ راتېره شوه،د هغه خبرو زه بلکل بې ځوابه کړې وم په خپله خبره ډیره شرمنده او پېښمانه وم.
شاهین د خپل نوم په څیر ورو مې له څنګه والوت او لاړ. زه تر ډیره هلته ولاړه وم داسې راته ښکارېده چې یخه هوا ستوري راختلې سپوږمۍ هر یو وار وار د شاهین خبرې راته تکراروي. . .