د پسرلي ګیله


باد غلي د پسرلي په غوږ کې وویل:
ته ولې تر اوسه لا ویده یې؟
هرې خوا ګلان ستا په انتظار دي
مرغۍ راوتلې ستا په سندرو سر دي
په درو کې د شنو واښو خوشبو خوره ده
غرونو نوې جامې په ځان کړي
پاڅه نور!
د ګلانو په ځولۍ کې وږمې وشینده
په باغونو او دښتو کې رنګین ګلونه ونڅوه
طبیعت وځلوه، باران پخلا کړه
پسرلی یوه شېبه غلی و، بیا یې په ژړغوني غږ وویل،
زه پرون وم په سیل وتلی
ما ګلونه وتخنول
باران مې ونڅاوه
واښو ته مې شنه کالي ډالۍ کړل
په غرونو او درو کې مې سپینې غوټۍ په مسکا کړې
کله چې بېرته په خوښۍ هغه لارو باندې راتاوو شوم
سپینې غوټۍ د وینو په باران کې وې لمبېدلي
شنه واښه د باروتو په ګړد کې وو ویده شوي
په درو کې تر ګلانو په قبرونو جنډې ډیرې وې ولاړې
ماته بیا د هلته تګ نه مه وایه !
زه یې نور د لیدو تاوان نه لرم
هلته د ګلانو وږمو پر ځای د وینې بوی دی
د شنې ونو ځای شنو جنډو دی نیولی
باده ته هم ویده شه
او ما هم پریږده چې بیرته ویده شمه