غوښتنه



ما قدرت وغوښته، درد یې راکړ چې غښتلې مې کړي.
ما ترې د پوهې غوښتنه وکړه
ستونزې یې راکړې، چې حل یې کړم، څه ترې زده کړم او پوهه تر لاسه کړم.
د شتمنۍ تمه مې ترې درلوده، عقل او همت یې راکړ، چې کار وکړم
جرات مې ترې وغوښته، خنډونه يې را مخکې کړل چې لاره پیدا کړم
د مینې هیله مې ترې وکړه، د اندېښمنو او نارامو خلکو سره یې مخ کړم ، چې مینه ورکړم
کله مې چې د پرېکړې غوښتنه ترې وکړه، وخت یې راکړ
څه مې چې ترې غوښتي وو، یو یې هم را نه کړ،
خو څه ته مې چې اړتیا وه ټول یې راکړل.
ژباړه: پښتنه