روهي( څلورنۍ/۲۰ د لیندۍ )، منير احمد د امو لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره او ۲۰۹ منډې يې ترلاسه کړې.
هغه غبرګې سليزې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سياليو په ۲۰مه لوبه کې ووهلې چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره کېږي.
بله خوا یاد لوبغاړي ته د ویسټېنډیز په خلاف د ټېسټ لوبې کولو کې ګډون نه و ورکول شوی، په همدې خاطر ځینې کسان په کرکټ بورډ نیوکه کوي چې د کور دباندې لوبو لپاره لوبغاړي په واسطو سره ټاکل کېږي.
وروستي