په کرکټ بورډ کي څه روان دي؟

 
د کرکټ بورډ اداره چي د هېواد يوه وياړلې اداره ده، اوس پکي شخصي عقدي تر دي حده رسيدلي دي، چي هر سړى کوشش کوي د بل پښي ووهي.

د کرکټ بورډ د ځينو سرچينو په وينا، اجرائيه رئيس لطف الله ستانکزئ په کرکټ بورډ کي د پرمختګونو مخه نيولي ده او له پيله راهيسي په دي کوشش کي دئ، چي په اداره کي خپل ټول دوستان او خپل خپلوان ځاې پر ځاې کړي.

هغه نه يواځي دا چي له نورو کارمندانو سره ي عقده يي چلند پيل کړئ دئ، بلکي د خپلو چاپلوسانو او دوستانو او خپلوانو معاشات يي هم زيات کړئ دئ او د کرکټ بورډ د چيرمين د هري پريکړي او هر بدلون پر ضد دريژي.

لطف الله ستانکزئ چي د عاطف مشعل په مرسته په کرکټ بورډ کي سي اي او مقرر شوى دى، اوس يي تر دي حده پوري خپلسري پيل کړي دي، چي غواړي هر څه په خپل کنټرول کي واخلي او خپل خپلوان او دوستان په هر ځاي کي ونازوي.

هغه چي د ويسټ انډيز پر وړاندي هند ته د لوبو کتلو لپاره دري ځلي تللي و، همداسي يي خپل ملګري او چاپلوسان هم له ځان سره بيولي و او په دي هڅه کي دئ چي هر ټور ته خپل نژدي ملګري وليږي، ځکه چي د کرکټ بورډ ټولي پيسي د هغه او د هغه د ملګرو جيب ته لاړي شي.

همداسي لطف الله ستانکزئ کوشش کوي چي په اداره کي داسي فساد او لاسوهني وکړي، چي نه يوازي د کرکټ بورډ اداره بدنامه کړي، بلکه هغه کوشش کوي چي د کرکټ بورډ چيرمين هم بدنامه کړي او د خپلي خوښي کس کرکټ بورډ ته د چيرمين په توګه راولي، چي بيا هر څه وغواړي هغه وکړي.

لطف الله ستانکزي چي په دوبئ کي بېن دى، هغه نه شي کولى چي دوبئ ته ولاړ شي، نو د اى سي سي کوم مهم ميټنګونه چي وي، هغه کي هم ګډون نه شي کولاى، خو کوشش دا کوي چي خلکو ته وښيي هر څه دى کوي.

ويل کيژي چي هغه هم اوس هم د کرکټ بورډ اداري ته د خپلو دوستانو او خپلوانو په ورننويستلو لګيا دئ او داسي کارمندان له اداري نه وباسي، چي هغه ته چاپلوسي نه کوي او د هغه په ډله کي ورسره نه يو ځاې کېژي، هغه کوشش کوي داسي خلک اداره کي وګماري چي د ده چاپلوسي وکړي او د اداري په ځاي د ده لپاره کار وکړي او دغسي کسانو ته بيا لوړ لوړ معاشات هم ټاکي، ټورونو کي يي هم ليژي او نور چي يي هر څه زړه غواړي هماغه کوي.