ګرانه سلام ته دې له زړه علیکم
د مساپر ورور سلام هم ومنه
په نیکو هیلو دې لمانځم له زړه نه
د پردېس دغه انعام هم ومنه
لیک دې راورسېد له مینې ډک وو
شوې پرې روښانه مې خوږمنې سترګې
څومره خواږه لګي د یار لفظونه
چې په لوستو یې شي نمجنې سترګې
له ګیلو ډک لیک دې راورسېده
ستا به ګیله شي چې دې حال نه لرم
زه په زرین قفس کې ګېر مارغه یم
په دې تبجنه ځمکه خیال نه لرم
دلته د ګلو پاڼې هم اغزنې
دلته هر حسن کې بلا پټه ده
دلته ګبین واړه له زهرو ډک دي
په هر درمل کې یې وبا پټه ده
زه به درځم چې سره یو کړو زړونه
چې بیا ښېرازه د خیام کوڅه کړو
چې پکې وپاشو د مینې زړي
ورانه به بیا د زوړ امام کوڅه کړو
زه به درځمه بیا په ړنګو مېنو
لا خو سپرلي لا خو مستي پاتې ده
لا خو ساقي لا خو رندان ژوندي دي
لا خو مو زړونو کې ځواني پاتې ده
دلته دا ښار له رڼاګانو ډک دی
خو شور د یوې تتې رڼا نه لري
دغه وطن د هنرونو وطن
خو یوه تابلو هم د شها نه لري
ماته هماغه په سپېره وطن کې
ژوند له ختنه او کشمیره خوږ دی
ځوځ یې ښایسته دي له پردي سمنه
هر یو ګدا یې له امیره خوږ دی
ستا په خبره زه یقین لرمه
سړی ګمراه شي نااشنا وطن کې
خو په دې سر هم ته باور ولره
خطا به نه شي په خطا وطن کې
زه لا هماغه د پانوس مین یم
چې څو وریتیږم نو ځلېږم دومره
زه د سرکښه سر بې تاجه پاچا
چې څو غورځېږم نو پاڅېږم دومره
زه سپاهي د نذر شوي خاورې
چې مې امو او جیلم دواړه بایلل
خو تېر له خپله هوډه نه یم ګرانه
که مې کورګی او ګیلم دواړه بایلل
زما د غرونو شهپر نه دی اسیر
لا مې ځېږې تړې موم شوي نه دي
لا یکه زار مې دی په ستوني کې تاند
لا مې فکرونه مسموم شوي نه دي
یون به وهمه د اورونو په لار
ګلان به شېندم د سکروټو په سر
په شنه څرمن به پوښومه غرونه
سره جوړه به کړم چنار او نښتر
خو ...
یوې دمې ته مې لږ پرېږده یاره
چې له رنځورو شپو لږ باج واخلم
لږ له ماشومو خیالو لیرې لاړ شم
د دنیا بر سر کې یې جاج واخلم
ميوند فدا
هندوستان ، نوی ډېلی
۵ – ۱۲ – ۲۰۱۰
وروستي