هندۍ لوبډلي د ويسټ انډيز قوي هدف مات کړ   

روهي( نۍ/۱۶ د لیندۍ )، د هندوستان او ويسټ انډيز ترمنځ د شل اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه تيره شپه ترسره شوه.
 
د لوبي پچه هندوستان وګټله او ويسټ انډيز ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.
 
ويسټ انډيزۍ لوبډلي په حيدراباد کي د هندي توپ اچوونکو په وړاندي بريدګره لوبه ترسره کړي چي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۲۰۷ منډي وکړې.
 
د ويسټ انډيز لپاره هيټماير ۵۶، ايون ليویس په ۱۷ توپونو ۴۰ او پولارد په ۱۹ توپونو ۳۷ منډي وکړې.
 

ويسټ انډيزي توپوهونکو په لومړۍ پاړۍ کي ۱۵ شپږيزي ووهلې.
 
د هندوستان لپاره په توپ اچوونه کي چاهال ۲،جديجا او سندر يوه يوه ويکټه واخيسته.
 
د ۲۰۸ منډو هدف په تعقيب هندۍ لوبډلي ښه پيل ونه کړ خو د لوبي د مينځ او وروستيو اوورونو کي يې لوبه پخپل لاس کي واخيسته.