د احمدشاه بابا په اړه د سنجي دت څرګندونې

روهي(څلورنۍ/۱۳ د لیندۍ)، د هند بالیووډ سینما وتلی ستوری سنجې دت وايي، دا خبره نه مني چې احمدشاه ابدالي یو منفي شخصیت و او یا دې هم د پاني پټ په نامه د ده په فلم کې په منفي انداز وړاندې شوی وي. د بالیووډ هنګامه نومې خپرونې له فریدون شهریار سره مرکه کې سنجې دت وايي، احمدشاه ابدالي پر هند یرغل کړی و، خو یو داسې پاچا و، چې خپل ارزښتونه یې درلودل او له خپل هېواد افغانستان سره یې مینه درلوده. سنجې دت وايي، دی په دې باور دی چې احمد شاه ابدالي هند ته د یو بل چا د جګړې لپاره تللی و او غوښتل یې بېرته خپل هېواد ته ستون شي، اوربند یې کړی و او نه یې غوښتل جګړه وشي، خو بالاخره جګړه وشوه. د نوموړي په وینا ابدالي افغانستان ته له ستنېدو وروسته د خپل مرهَټه مخالف پلار ته لیکلي وو، چې زوی یې تکړه جنګیالی دی، ستاینه یې کړې وه او بېرته هېڅکله (هند) ته ستون نه شو. د سنجې دت په وینا دی له همدې کبله په دې باور لري چې احمد شاه ابدالي یو ستر پاچا و. د نوموړي په وینا په پخوانیو جګړو کې لوټمار معمول و، که هغه په هند کې و او که د نړۍ په نورو جګړو کې. په همدې خپرونه کې د خبرو پر مهال د فلم جوړوونکی یا ډایرکټر اشوتوش ګواریکر وویل، فلمونه او بیا په ځانګړې توګه تاریخي فلمونه له لوړې جذبې او د مسولیت او ځان سانسورولو له یو احساس سره جوړوي.