خو چې يو شو سره

موږبه په هرڅه باندې برؤخوچې يوشوسره
بيا به اتل دهرډګــــــر ؤخو چې يو شوسره
چې زړونه يو،لاسونه يوکړواوخبره يوه کړو
افغانان لرؤاوکه برؤ خوچې يوشوسره
يوبل ته ورکړوددوستۍ اودورورۍ لاسونه
هريوغليم ته به خنجرؤ خوچې يوشوسره
دګران هيواددلوړوګټوپه تګلارچې سم ځو
نوردهريوپه بل نظرؤخوچې يوشوسره
دقربانۍ په ورځ چې وکړوديوبل لاس نيواي
پرې که يوبل نه مرورؤخوچې يوشوسره
دمال دولت پرواونه کړوخوپښتوچې لرو
کچکول په غاړه دسوالګرؤ خوچې يوشوسره
پروايې نشته له يومخې افغانان باله شو
خيرکه په سمه که په غرؤ خوچې يوشوسره
په ځانځا نۍ کې به موهرضعيف دښمن ماتوي
په اتفاق به زورورؤخوچې يوشوسره
څوک به مونه سوځي شونځۍ يا مدرسې دعلم
بيا به هم علم اوهنرؤخوچې يوشوسره
داوس په شان به بې پوښتنې ،ګروېژنې نه مرو
موږبه هم لکه نوربشرؤخوچې يوشوسره
چې يې ترکوره ځغلول روهينه ټول دښمنان
بيا به همغسې لښکرؤخوچې يوشوسره

ميرنوازروهين 06.12.2010
جرمني، اوفن باخ