پاکستان کې اېډز په تیزۍ خوریږي   

روهي( دوه نۍ/۱۱ د لیندۍ )، د ډسمبر اول تاریخ په نړۍ کې د اېډز ناروغۍ پرضد د مبارزې ورځ ده چې په بیلابېلو هېوادونو کې لمانځل کیږي.
 
نړېوال سازمانونه وایي چې په پاکستان کې د ٢٠١٨ کال د شمېرو له مخې، ١٦٠،٠٠٠ کسان او په افغانستان کې ٧٢٠٠ کسان د اېډز په ناروغۍ اخته دي.
 
د ملګرو ملتونو د اېډز د مخنیوي ادارې په ٢٠١٨ کال رپوټ کې خپل ویلي دي چې د پاکستان په ١٦٠،٠٠٠ اېډز مریضانو کې، ۴٨٠٠٠ یې زنانه دي. همدا شان له ٢٠١٠ کال راهیسي په پاکستان کې د اېډز له امله د مرگ شرح، له ٣٥٠فیصدو هم زیاته شوې ده.
 
د اېډز ښکار تنانو سره د مرستې د پاره د جوړ تنظیم، APLHIV د خېبرپښتونخوا د څانګې مشر محمد شفیق وایي، اېډز مرض هم د نورو مرضونو په شان یوه عامه بیماري ده خو دې رنځ سره ډېرې بې بنیاده خبرې تړلې شوې دي.
 
هغه زیاتوي: "د اېډز په وایرس اېچ آی وي اخته کس، چېرته هم په ښکاره نشي ویلي چې زما اېچ آی وي دی، په دې بیا ورته خلک په داسې انداز سره ګوري او مختلف خبرې کوي چې گني دا خو د الله تعالي له طرفه پر ده باندې یو عذاب دی، مطلب ضرور خدای نخواسته کوم غلط کار یې کړی دی. خو داسې څه خبره نشته، ځکه زمونږ کوم اېډز ناروغان چې دي، ٣٧ـ٣٨ فیصده هغه نشه یان دي چې ځانونو ته ستنې لګوي."
 
ملګري ملتونه وايي پاکستان د نړۍ په هغو ١١ هېوادونو کې دی چې اېډز په تیزۍ سره په کې خوریږي، او په هغو پنځو هېوادونو کې دی کوم چې په کې تر نیمایي زیاتو مریضانو ته دا علم نه وي چې دوی د اېډز ښکار شوي دي.
.