غزل

زړه یې چوي پرهرونه یې بدتر دي
ددې غره غوښې شلولې کوم کاپر دي
ایینه کې دواړه سترګې ډکې ښکاري
جوړې زما تر شا کوم بل څوک په نمبر دي
لکه زړه وي له پردې ځینې وتلی
هسې سترګې مې په یار پسې بهر دي
ژوند مې وچ ډنډر بې ګله په سارا کې
رانه واړه کاڼې بوټي مرور دي
ما خو تورې وینې قی کړې زړه مې تش شو
د وطن وګړو لا خاورې په سر دي
میوند فدا
۱۰ / ۱۱ / ۲۴
هندوستان ، نوی ډېلی