روهي( یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ )، راشد خان د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په راتلونکي پړاو کې هم د سسېکس لوبډلې لپاره لوبه وکړي.
د انګلستان ویټالیټي بلاسټ سیالیو راتلونکی پړاو په ۲۰۲۰ کال کې پیلېږي، چې د افغان لوبډلې لوبډلمشر پکې یو ځل بیا د سسېکس لوبډلې له لوري اخېستل شوی دی.
نوموړی تر دې وړاندې هم دوه ځلې د همدې لوبډلې په ګټه لوبېدلې او په یادو سیالیو کې یې ۲۴ ویکټې اخېستي دي.
ویټالیټي بلاسټ په انګلستان هېواد کې شل اوریزې سوداګریزې سیالۍ دي او کال کې یو ځل تر سره کېږي.
وروستي