روهي( یوه نۍ/۱۰ د لیندۍ )، په آلمان کې یوه پخوانۍ نرسه د دریو ماشومانو د وژنې د هڅې په جرم په عمري بند محکومه شوې ده. دغې نرسې د خپل مهارت د ارزونې په خاطر دریو تر وخت مخکې نویو زیږیدلو ماشومانو ته غیر ضروري پيچکارۍ کړې وې.
د رپوټونو په حواله محکمې یوې ۲۳ کلنې پخوانۍ نرسې ته د عمري بند سزا اورولې ده. دغې نرسې چې د روغتون د نویو زیږېدونکو ماشومانو په څانګه کې یې کار کاوه، په عمدې توګه نوو زیږېدلو ماشومانو ته بې هوښه کونکي او وژونکي دواوې تطبيق کړې وې او د هغوې ژوند یې په خطر کې اچولی وو.
د آلمان د ماربورګ ښار محکمې د نوموړې نرسې دا عمل د قتل اقدام بللی دی. په ښکاره کې هغې پخپل سر د دریو ماشومانو د علاج کولو هڅه کړې وه او د دې له پاره چې خپله پوهه او قابلیت ؤازمایې او دغه ماشومان په هوش راولي هغوي ته یي غیر ضروري پيچکارۍ کړې وې. څارنوالۍ ویلي دي چې دغې نرسې دا کار د توجه ترلاسه کولو په خاطر کړی وو.
وروستي